ژبه

طالبانو د حکومت له خوا د خپلو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹: ) وسله والو طالبانو د افغان حکومت له خوا له زندانونو څخه د خپلو سلګونو بندیانو د خوشې کولو هر کلی کړی دی. 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې لیکلي چې په تېرو درې ورځو کې افغان حکومت ۳۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو په هدف باید د بندیانو خلاصولو پروسه ګړندۍ شي.

هغه ویلي : "دا جریان کافی نه دی باید پروسه ګړندۍ شي, تر څو هغوی دکرونا له ناروغۍ څخه وژغورل شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند همدارنګه ویلي چې دوی هم د بندیانو خلاصولو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مهاله ۷۴۸ طالب بندیان د بګرام او څرخي پله د زندانونو په ګډون د هېواد له یو شمېر نورو زندانونو څخه ازاد کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د حکم په اساس ۱۵۰۰ طالب بندیان د سولې بهیر سره د مرستې او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له زندانونو څخه ازاد شي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې طالبانو هم تر دې مهاله ۱۰۷ زندانیان حکومت ته سپارلي چې چې یوازې ۵۸ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په کندوز ولایت کې د طالبانو له خوا هم ۴۶ بندیان ازاد شول چې د ملي امنیت شورا په وینا, ۳۹ یې افغان امنیتي سرتېري وو.

د ملي امنیت شورا ویاند هم د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د بندیانو د ازادولو هر کلی وکړ او هغه یې د سولې پر وړاندې یو مهم ګام وباله.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوې وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

login or register a new account.