پلخمري (پژواک، ٢٠ غويي ٩٩): د ناپېژانده وسله والو له لوري د بغلان په مرکز کې د حزب اسلامي یو پخوانى قوماندان حبيب الله طوفان وژل شوى دى.
د وژل شوي قوماندان ورور محمد هاشم د غويي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ورور يې تېره شپه د پلخمري ښار اړوند د چشمه شېر په سيمه کې وژل شوى دى.
هغه وايي: ((ورور مې د تراويح له لمانځه وروسته کورته د راګرځېدو پرمهال وژل شوى، خو دا له وخته مخکې ده چې ووايم ورور مې چا وژلى دى، خو تراويح کوونکي وايي چې د چشمې شير پوستې سرتېرو ډزې کړې دي.))
محمد هاشم وايي چې قوماندان طوفان له جهاد وروسته وسله پر ځمکه اېښې وه او اوسمهال يواځې قومي مشر و.
په دې اړه بغلان کې د پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګرمن محمد نبي پژواک ته وويل چې قوماندان طوفان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې نه دى وژل شوى.
هغه زياتوي, تر اوسه معلومه نه ده چې دغه قوماندان د چا له خوا وژل شوى, خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په بغلان کې د حزب اسلامي د پخواني جهادي قوماندان عالم جان مجاهد وروسته دا د حزب اسلامي دويم مشهور قوماندان دى چې وژل کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP