ژبه

حزب اسلامي: له افغانانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو غيرانساني او وحشيانه عمل غندو

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): حزب اسلامي، ایران کې د افغانانو وژل کېدل غیر انساني عمل بللی او له ټولو افغانانو یې غوښتي چې د هېواد له دردناک حالته د وتو لپاره یو موټی شي، سوله وكړي او صادقانه بين الافغاني مذاكرات پيل كړي.

د راپورونو له مخې، د روانې غویي میاشتې په دوولسمه د ایران سرحدي ځواکونو شاوخوا پنځوس تنه افغان مسافر د هرات ګلران ولسوالۍ سره په پوله د ایران په خاوره کې نیولي او تر شکنجو وروسته یې سیند ته غورځولي دي.

راپورونه ښیي چې له یادو پنځوسو کسانو یو شمېر په سیند کې مړه شوي او ځینې ژغورل شوي دي. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامې نن په دې اړه غبرګون ښودلی.

د دغه ګوند په خبرپاڼه کې راغلي چې حزب اسلامي له افغان مهاجرينو سره د ايراني سرحدي ځواكونو وحشيانه سلوك په كلكه غندي او هغه يو غيرانساني او وحشيانه عمل ګڼي.

سرچینه لیکي:«دغه مظلوم افغانان د هغه جنګ له كبله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو چې ايران په تېرو درېيو لسيزو كې د هغه پر پيل او دوام پراخې پانګونې كړې، تل یې يوې او بلې جنګي ډلې ته وسلې وركړي، د جنګ اور ته یې لمن وهلې، د افغانانو له فقر په استفادې سره یې په زرګونو بېوزلي افغانان د عراق او سوريې جنګ؛ لومړيو كرښو ته لېږلي چي په زرګونو یې وژل شوي هم دي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې که څه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت؛ د مخكنيو پرېوتو او ناسمو سياستونو خلاف؛ او د لومړي ځل لپاره د دغسي مكررو جناياتو په اړه مناسب دريځ غوره كړى، د پېښې كلكه غندنه یې كړې او هغه یې وحشت او جنايت ګڼلى؛ خو دا كفايت نه كوي.

حزب اسلامي لیکي:« موږ له چارواكو، سياستوالو، سياسي ګوندونو، طالبانو او هر غيرتي افغان دا غوښتنه كوو چي د داسې جناياتو او له افغانانو او د دوى له هېواد، تاريخ، ملي حاكميت او بشري حقوقو سره د داسې وحشيانه او ظالمانه سلوك پر وړاندې ساكت او راكد پاتې نه شي، د دې دردناك حالت د پاى ته رسولو لپاره؛ يو بل ته لاس وركړي، سوله وكړي، صادقانه بين الافغاني مذاكرات پيل كړي، شخصي او موسمي اختلافات او د بې مقدار او بې اعتبار اقتدار لپاره پرېوتې لانجې شاته وغورځوي، په خپلو كې متحد شي او د دښمنانو پر وړاندې متحد صف جوړ كړي.»

سرچینه زیاتوي چې كه افغانان متحد وي نو هم به یې د كور د ننه عزت او حيثيت خوندي وي او هم به په بهر كې د نړۍ هيڅ مغرور ځواك دوى او د دوى هېواد ته په كږو سترګو د كتلو جسارت ونه كړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر محمد اشرف غني د یو حکم له لارې ایران سره پر پوله د افغانانو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې په موخه با صلاحیته لس کسیز پلاوی وټاکه.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت هم ویلي، چې ایران د افغانستان هغه وړاندیز منلی چې دغه موضوع دواړه هېوادونه په ګډه وڅېړي.

login or register a new account.

ورته موضوع