ژبه

سعودي کې له توقیف شوو افغانانو ۲۲۴ یې خوشي او هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹): د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په سعودي عربستان کې له ۶۰۰ توقیف شوو افغانانو ۲۲۴ یې له بنده ازاد او افغانستان ته راستانه شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په سعودي عربستان کې د افغان سفارت د هڅو په پایله کې له یادو ۶۰۰ کسانو ۲۲۴ یې چې د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال د مهاجرتي اسنادو او کنسلي ستونزو له امله توقیف شوي او له روغتیایي ګواښونو سره مخ وو، خوشي شوي او نن هېواد ته راستانه شول.

سرچینه لیکي چې پاتې ۴۰۰ کسان به د سعودي عربستان د شاهي دولت په مرسته د روانې اوونې تر پایه افغانستان ته راستانه شي.

 د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي د غویي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته  ویلي وو چې ۵۹۹ افغانان په سعودي کې توقیف شوي او د سعودي حکومت یې افغانستان ته د لېږلو پرېکړه کړې ده.

login or register a new account.