کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹) : د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې وسله والو طالبانو د قطر تر تړون وروسته پر افغان ځواکونو او ملکي وګړو ۳۷۱۲ بریدونه کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې تړون د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، لاسلیک شوی و، چې له مخې به یې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په مشروط ډول وځي او په دې تړون کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار شوی و.
د ملي امنیت لوی ریاست له خوا د غویي په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر یاد تړون وروسته په تېرو دوو میاشتو کې وسله والو طالبانو ۳۱۷۲ بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې ملي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ ۴۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشر د حکم له مخې په دفاعى حالت کې و، خو له ځانه ددفاع په موخه یې ۱۵۹۳ دفاعي عملیات د بریدونو د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کړي دي.
ملي امنیت ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۱۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۶۹۱ تنه یې ټپي او ۱۷۳ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې تر پرونیو بریدونو وروسته ولسمشر غني تېره شپه د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې بېرته یرغلیز عملیات پیل کړي.
login or register a new account.