کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹) : دامریکاد بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سیاسي هوکړې پر لاسلیک کولو ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته مبارکي ورکړه.
تر ډیرو ناندریو او سیاسي اختلافاتو وروسته د ولسمشر اشرف غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لیک نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې لاسلیک کړو.
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تر یاد لاسلیک څو شیبې وروستته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله ته مبارکي ورکړه.
خو سرچینې زیاته کړې پومپیو ددغو سیاسي لانجو او کشمکشونو له امله د وخت پر ضیاع دافسوس څرګندونه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې دامریکا لومړیتوب دافغان شخړې سیاسی جوړ جاړی دی څو دا اوږده شخړه پای ته ورسیږي .
نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه افغان مشران لاس په کار شي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره عملي اقدامات وکړي.
بلخوا ناټو، ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر هیوادونو هم د یاد هوکړه لیک پر لاسلیک کیدو مبارکي ورکړې او هرکلی یې کړی دی.