غزني ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٩): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په ده يک ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله درې کوچيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د ده يک ولسوالۍ په شاه ګل دښته کې پر کوچيانو د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه چاودنه کې درې کوچيان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((وژل شوي او ټپي کسان ټول عبوري کوچیان دي چې د ده یک ولسوالۍ په یاده سیمه کې استوګن دي.))
دغه راز د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل: ((شاه ګل دښته کې هر کال کوچيان مېشت کيږي، بيا چې موسم بدل شي نورو سيمو ته ځي، پرون پرې چاودنه شوې، مرګ ژوبله هم لري.))
د يادنې ده چې تېره ورځ هم د غزني ښار اړوند د قلعه شاده په سيمه کې د زړو اوسپنو په يوه سراى کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP