ژبه

شل زره تنه کارګر کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژه کې په دندو ګومارل شوي

کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۹۹): د کابل د سطحي اوبو د مدیریت پروژه کې شل زره کارګر پر دندو ګومارل شوي او د کابل ښار د شین چاپیریال په پروژه کې به زرګونه نور کسان په کار بوخت شي.

د ملی پراختیا شرکت په خبرپانه کې راغلي چې دغه پروژه چې د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ښه چاپیریال رامنځته کولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو او کاري بوختیا په ځانګړي ډول د قرنطین په ورځو کې د کابل ښار لاسي پلورونکو او کسب ګرو ته چې خوندي چاپیریال کې کار کولو ته اړتیا لري په لاره اچول شوې او تر اوسه د ۴۱زره کارګرو له ډلې نږدې ۲۰زره تنه یې په کار ګومارل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان د عالي اقتصادي شورا له پرېکړې سره سم د کابل ښار د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې مسوولیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، خو مالي لګښت یې چې له ۱۲میلیاردو څخه ډېرې افغانۍ کیږي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لارې د دولت له اختیاري پراختیايي کوډ څخه ورکول کیږي.

 

په خبرباڼه کې راغلي چې په دې پروژه کې د ښار د سطحي اوبو د راړولو په موخه تر دې دمه له ۱۴۰۷۰۰ څخه ډېرې وړې کندې کیندل شوې او د اوبو جذبولو او خوندي کولو ۱۷ کوچني بندونه تر کار لاندې دي چې یو کال به وخت ونیسي.

 

سرچینه زیاتوي چې ددې پروژې په دویم پړاو کې د شین چاپیریال او ځنګلونو د رامنځته کولو په موخه ۱۳ میلیونه نیالګیو کینول په پام کې نیول شوي چې د پالنې او ساتنې په برخه کې به یې زرګونه کسان په کار بوخت شي.

د ملي پراختیا شرکت لیکي چې د دغې پروژې کارګر د کلیو او ګذر د وکیلانو له خوا ټاکل کیږي او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کار ګومارل کیږي.

 

 

login or register a new account.