ژبه

کابل کې یو تښتول شوی ماشوم وژغورل شو او د یوې ښځې قاتلان ونیول شول

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹):پولیس وایي، کابل ښار کې یې یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی او د یوې ښځې د قتل په تړاو یې دوه تنه «غله» او د هغوی یو همکار نیولي دي.

د کورنیو چار وزارت په خبرپاڼه کې راغلي, دوو کسانو له کوچني اختر یوه ورځ مخکې د کابل ښار په «پنجصدفامیلي» سیمه کې د غلا پر مهال یوه ښځه پر ډزو وژلې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نیول شوي کسان «متکرر او حرفوي غله» دي او په کابل ښار کې يې د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود.

سرچینه وایي چې د دغو دوو کسانو یو همکار هم نیول شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې، د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې نن غرمه د کابل ښار د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند په ریګرېشن سيمه کې غلو یو موټر چې یو ماشوم هم په کې سپور و، تښتولی و.

ده وویل چې پولیسو دغه ماشوم ژغورلی او موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی، خو غله تښتېدلي دي.

دی وایي، پولیس هڅې کوي چې تښتول شوي کسان ونیسي.

login or register a new account.

ورته موضوع