ژبه

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل ــ کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپی شوی دی.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک ته وویل چې یاده پېښه پرون له غرمې وروسته د نرخ ولسوالۍ اړوند د شهیدانو غونډۍ سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه کرولا او مازدا موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاته کړه چې په دې پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپی شوی دی.

د یادونې ده، د پېښې اصلي لامل د کرولا موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.