کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): ملګرو ملتونو له امریکا- طالبانو سره د تړون، د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړیکو او په افغانستان کې د داعش او نورو بهرنیو جنګیالیو د موجودیت په اړه تازه راپور خپور کړی دی.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د راپور خپرېدو نېټه د مې ۲۹مه ښودل شوې خو رسنیو ته یې پرون لار کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې د سولې او له امریکا سره د تړون په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي او داسې نه ښکاري چې دغه تړون دې عملي شي.
سرچینې زیاته کړې، د طالبانو په منځ کې د “حزب ولایت” په نوم یوه نوې ډله جوړه شوې چې د امریکا- طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون خلاف ده.
راپور وايي، ځینو نورو طالب جنګیالیو هم د دغه تړون خلاف خپله لاره بېله کړې ده او له دغه پلوه د طالب مشرانو په منځ کې اختلافات پیدا شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ادعا شوې ده چې په قطر کې د طالبانو مشرانو هم له امریکا سره د تړون ټول جزئیات خپلو جنګیالیو ته نه دي خپاره کړي.
ملګري ملتونه داسې مهال د سولې په اړه د طالبانو ترمنځ د اختلاف خبره کوي چې څه موده مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې د طالبانو په مشرانو کې هم د نظر اختلاف شته چې امریکا له افغانستانه ووځي که نه.
هغه ویلي وو چې د طالبانو مشران په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې خپله ګټه کوي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور دغه راز د طالبانو او القاعده پر اړیکو هم خبرې شوې او ویل شوي چې دا دواړه ډلې لا هم له یو بل سره اړیکې پالي او د القاعده لوړپوړي مشران لا هم په افغانستان کې دي.
د راپور پر اساس، د القاعده ډله د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري او د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.
په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون پر مهال په دوامداره توګه له القاعده ډلې سره سلا مشورې کولې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې تاریخي اړیکې به ورسره پالي.
د امریکا- طالبانو د تړون یوه مهمه برخه دا ده چې طالبان به له بهرنیو اورپکو ډلو سره تماس نه پالي او هېڅ یوې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو په خلاف کار واخلي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې یادونه شوې ده چې د اټکل له مخې په افغانستان کې دا مهال د ۵۵زره او ۸۵زره ترمنځ طالب جنګیالي شته چې تر شپږ زرو ډیر یې پاکستانیان دي.
له دې مخکې د امریکا د پلټنو ادارې سیګار هم ویلي وو چې ښایي د طالب جنګیالیو شمېر شاوخوا ۸۰زره وي، خو افغان حکومت دا شمېره نه مني.
د ملګرو ملتونو راپور وايي چې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي هم په افغانستان کې موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.
دغه راز ويل شوي چې طالبانو یو مهال په افغانستان کې پر شاوخوا ۳۱ ولسوالیو کنټرول لاره او اوس دغه شمېر ۲۵ ته راټیټ شوی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، سره له دې چې په افغانستان کې داعش تر یوې اندازې ځپل شوی، خو دا ډله لا هم په افغانستان کې یو ګواښ دی.
په دغه راپور کې زیاته شوې چې په افغانستان کې د داعش ډلې جنګیالیو شمېر ښايي ۲۲۰۰ ته راکم شوی وي خو یاده ډله لا هم په کابل او د افغانستان په نورو سیمو د بریدونو وړتیا لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د حقاني شبکه په کابل کې د داعش ډلې لپاره د بریدونو امکانات برابروي. داعش ډله په یوازې ځان د پېچلو بریدونو توان نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.