کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹): ولسمشر غني وایي، د نوې کابینې غړي به د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي او له تایید وروسته به یې د سرپرستۍ دوره پای ته ورسي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل وایي چېولسمشر محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې له رئیس او اداري پلاوي سره وکتل.
هغه زیاتوي چې په دغې کتنه کې د کابینې د غړو د معرفي کېدو تر څنګ، د دولت د درې ګونو قواو پر همغږۍ هم ټینګار وشو.
دا په داسې حال کې چې ولسي جرګې په وار، وار د سرپرستانو له خوا د وزارتونو پر اداره کولو سختې نیوکې کړي او له ولسمشر یې غوښتي چې د وزارتونو لپاره نوماندان د باور رایې لپاره جرګې ته وروپیژني.
غني، تېر کال د کب په ۱۹مه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په دغو مراسمو کې یې وېیلي و چې ډېر ژر به د کابینې غړي د باور رایې تر لاسه کولو لپاره معرفي کړي.
دا مهال د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو، ښارجوړولو، لوړو زده کړو، کانونو، پوهنې او ځینې نور وزارتونه د سرپرست وزیرانو له خوا اداره کیږی.
login or register a new account.