ژبه

«که سوله وشوه، د خپلې نهه کلنې روژې وروستی روژه ماتی په مکه کې کوم»

کابل (پژواک،۲۱غبرګولی ۹۹):د سولې ارمانجن افسر، د ژوند ټولې هیلې له سولې سره غوټه کړې دي؛ نهه کاله یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روژه نيولې او وایي که سوله وشوه مكې معظمې ته ځي او خپله وروستۍ روژه هلته ماتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو استازو له اوږدو خبرو وروسته، تېرکال د کب په لسمه په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او تمه ده چې د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

دویم بریدمن ۳۸ کلن نظام الدین فروتن له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کړې او اوس په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د درېیمې لوا په دويم کنډک کې د یوه بلوک قوماندان دی.

فروتن پنځه زامن او یوه لور لري او په خپل اصلي ټاټوبي بغلان کې یې له پلار او مور سره ژوند کوي.

فروتنله برګې درېشۍ، سپینې خولۍ او اوږدو تسبیحو سره له پژواک سره مرکې ته حاضر شو.

دغه افسر وایي، وروسته له هغه یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او فساد د له منځّه تلو لپاره روژه نیول پیل کړل چې په ۱۳۹۱ کال افغانستان په نړیواله کچه په فساد کې لومړی مقام خپل کړ او په همدې ورځو کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د اختر د لمانځه پر مهال یې څو تنو هغو ملګرو د ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ چې د جومات امنیت یی نیولی و.

ده وویل:«دا چې په افغانستان فساد کې اول مقام ترلاسه کړاو د خپلو ملګرو مړینې مې سخت خفه کړم، د سولې راتلو لپاره مې روژې نیول پیل کړل، ځان سره مې وویل چې د دغو سرتېرو زامن به خپلو پلرونو ته په تمه وي چې پلار به یې اختری ورکړي، خو پلرونه یې قبر ته ولاړل او بچې به یې هم د پلار له خوا د اختري ارمان له خپلو ځانونو سره ګور ته یوسي.»

هغه له جګړو سر ټکويٍ او د ژوند د خپلې بدې خاطرې کیسه داسې کوي:«سرپل ولایت ته د دندې لپاره تبدیل شوم اوله شپه مې وه، نابلد وم، شپې طالبانو زموږ د ملګرو په یوه پوسته برید وکړ، خو بېرته د سترګو له رپ سره ورک شول، ما په ځغلنده ګامونو تر ملګرو ځان ورساوه چې یو ملګرې مې پروت دی راوامې ړاوه، ډېر سخت ټپي و، چیغې مې کړې چې اخر ولې، تر کله؟ ښه ډېر مې وژړل، دغه شپه مې په ویښو سترګو سبا کړه او ټپې ملګری مې په غېږ کې پروت و...»

دغه افسر وایي، کله چې له دې ډول جګړو او بریدونو سره مخ شي او و دردېږي نو هم یې له روژو نیولو سره مینه ډېرېږي او هم له دعا او نور عبادت سره.

دی وایي:«رب ته زارۍ کوم چې هېواد مو له بدبختیو وژغوري او سوله په کې ټینګه شي، له ټولو غواړم چې دعاګانې وکړي، یوه ورځ به هرومرو خدای "ج" دغو دعاوو او فریادونو ته لبیک ووايي.»

فروتن چې سپینه خولۍ یې پر سر وه او اوږدې تسبیح یې په لاس کې وې، په دنده کې له خپلو ملګرو زیات خوښ ښکارېده، ویل یې چې ده سره تل د دندې پر مهال، روژماتي تیارولو او نورو کارونوکې ډېره مرسته کوي.

د سولې زېری!

دغه افسر وایي، تمه لري چې یوه ورځ به هرو مرو په هېواد کې د سولې د ټینګښت زیری واوري، خو وېرېږي چې په هغه ورځ یې له خوښۍ زړه ونه درېږي.

فروتن په ډېرې هيله مندۍ وويل چې كه په هېواد كې سوله راشي نو تصميم لري چې مكې معظمې ته ولاړ شي او خپله وروستۍ روژه هلته ماته كړي، که نه نو تر هغه به روژه وي چې دغه ارمان یې پوره شي.

هغه وویل، ډېر هيله من دی چې یوه ورځ به جګړه درېږي، افغانان په خپلو کې سره کېني او پر دې به و پوهېږي چې باید افغان وژنه ودرول شي.

فروتن وایي، داسې سوله غواړي چې د اسلام په ګټه او د مسلمانانو په خیر وي او جګړه په کې د تل لپاره و درېږي.

هغه چې د سولې د خبرو او په دې برخه کې د پرمختګونو په یاد سره یې سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، زیاته کړه:«طالبانو ته وایم چې د خدای په لحاظ داسې مه کوئ، داسې ورځ به راشي چې هر څه به مو لاسه ورکړې وي او بیا به پښېمانه یو، داسې یوه بده تجربه موږ پخوا هم درلوده، موږ وروڼه یو، ولې یو بل ووژنو؟»

فروتن وایي:«دواړه خواووې(دولت او طالبان) باید سوله په خپل هېواد کې وکړي، ولې په نورو هېوادونو کې د سولې لپاره خبرې وکړو،همدلته باید سوله باندې خبرې وکړو او قسم وکړو چې نور یو له بل سره وروري کوو.»

«فروتن زموږ ویاړ دی»

د ۲۰۹ شاهین قولو اردو د دویم کنډک قوماندان نصرت الله یمین پژواک خبري اژانس ته وویل چې فروتن د ډېرو لوړو اخلاقو او تقوا څښتن دی.

هغه په ډېرې خوښۍ سره وویل:«فروتن ټولې قول اردو ته په دغه کار سره ویاړ ورپه برخه کړی او ټول خلک یې ددغه کار ملاتړ او ستاینه کوي،خدای (ج)دې د ده له برکته هېواد ته رښتینې سوله راولي.

یمین وایي، هڅه کوي چې فروتن سختو دندو ته ونه لېږې او په نورو کارونو یې بوخت کړي،څو خپلو دعاوو او روژو ته ښه وخت ولري.