مزار(پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): د بلخ والایت د بلخ ولسوالۍ خلک ادعا کوي چې د افغانستان هوايي ځواکونو په برید کې د یوې کورنۍ نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د پرمختیايي شورا رییس او قومي مشر ایوب مومند پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې د دې ولسوالۍ په وزیراباد کلي کې د یوه کور څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
هغه وايي چې په وژل شوو کې دوه ماشومان، د هغوی مور او پلار او په ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د نوموړي په خبره چې دغه پېښه تېره شپه دوولس نیمې بجې رامنځته شوې ده.
مومند وايي چې د سیمې خلک د دې پېښې په غبرګون کې د ولایت مخې ته د لارون لپاره چمتووالی نیسي.
هغه وویل، تر هغه چې د دې پېښې عاملین پیدا نه شي او تر تعقیب لاندې ونه نیول شي، دوی مړي خاورو ته نه سپاري.
امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده، درې اوونۍ مخکې هم په بلخ ولسوالۍ کې په ورته یوه برید کې د یوې کورنۍ نهو غړو ژوند له لاسه ورکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP