کابل(پژواک،۵ چنګاښ ۹۹): د افغانستان مرکزي بانک مرستیال، او یو شمېر نور امرین د دغه بانک سرپرست اجمل احمدي له خوا له دندو ګوښه شوي دي.

د مرکزي بانک مرستیال، محمد قسیم رحیمي پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې د دغه بانک سرپرست، اجمل احمدي له خوا په غیر قانوني توګه له دندې ګوښه شوی دی.

اجمل احمدي څو موده مخکې د ولسمشر له خوا د افغانستان بانک سرپرست رئیس وټاکل شو او تر دې مخکې د سوادګرۍ صنعت وزارت وزیر و.

رحیمي همدرانګه لیکلي:"نن سهار کله چې د دندې پر لور روان و خبر شو چې له د ندې ګوښه شوی او وسله والو یې دفتر محاصره کړی او ورته یې دفتر ته د دننه کېدو اجازه نه ده ورکړې."

هغه زیاته کړې :« زه یې ۸:۴۵ دقیقې سهار خپل کورته احضار کړی وم کله یې چې کورته ورغلم ما ته یې وویل، ته خو پوهیږې ولسمشر زما ملاتړ ده زه چې هر کار وکړم کوم یې او تر ۴۸ ساعتونو پورې نوره خپله دنده پرېږده ، ستاسو په اړه پرېکړه شوې ده چې نور منفک یې.»

همدارنګه وحید الله نوشېر د افغانستان بانک لومړي مرستيال هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:« د دویم مرستيال محمد قسيم رحيمي صاحب او نورو امرينو له دندو څخه لرې کول د افغانستان بانک او د هېواد د موجوده قوانينو خلاف کار بولم.»

ده لیکلي:« پرون زما څخه وغوښتل شو چی د بانک د عالي شورا له مجلس څخه ووځم؛ دا پرېکړه زما په نه شتون کې شوې ده، زه نه يواځې له داسې پرېکړې سره موافق نه يم، بلکې د قانون په رڼا کې ددې پېښې جدي پلټنې لپاره له خپلو ټولو همکارانو سره ولاړ يم.»

د ا فغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د فساد په اوو دوسیوکې د بانک څلور لوړ پوړي کارکوونکي له دندولرې کړي او دوسیې به یې ډیر ژر لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي.

بلخوا د افغانستان بانک نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا دویمه غونډه ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، د غونډې په اوږدو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو څرنګوالی، د بانکي نظام کړنې او د افغانستان بانک او د هېواد د مالي نظام اړوند نور موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور ځله په ربعواره ډول غونډې ترسره کوي چې د یادو غونډو په اوږدو کې د سیاست جوړونې په بېلابېلو موضوعاتو، د بانک د کړنو په طرحې، اجرااتو او لاسته راوړنو باندې بحث او نظرونه سره تبادله کوي او د بانک او د هېواد د مالي نظام د کړنو د ښه والي لپاره اړینې پرېکړې ترسره کوي.

د بانک له خوا ددې غونډې په خپور شوي عکس کې د بانک مرستیال عتیق الله نوشېرهم لیدل کیږي.

د یادونې ده چې اجمل احمدي د سوداګرۍ په وزارت کې هم د یو شمېر معینانو او رییسانو په ګډون لسګونه کارکوونکي له دندو لرې کړي وو.