ژبه

د افغانستان بانک څلور لوړپوړي چارواکي د فساد په تور له دندو ګوښه شول

لومړی تعقيب/ کابل(پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): د افغانستان بانک وايي، د دې ادارې څلور لوړپوړي چارواکي چې د فساد په اوو قضيو کې تورن وو،له دندو ګوښه او دوسيې به يې لويې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د افغانستان بانک ویاند شريف الله شګي وال نن (د چنګاښ پنځمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کار د افغانستان بانک د عالي شورا د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ چې د تصميم نيونې عالي مرجع ده، ترسره شوی دی.

هغه زياتوي، د افغانستان بانک د کورنۍ څارنې (ناظر کل) ادارېد فساد اووه قضيې څېړلې او ارزولې دي، او راپور يې د کورني څار کمېټې ته چې د بانک لوی مشر يې غړی نه دی، استولی شوی او تصمیم ونیول شو څو دغه موضوع د افغانستان بانک له عالي شورا سره چې د تصميم نيونې تر ټولو با صلاحته مرجع ده؛ شريکه شي.

نوموړي ويلي، دغه راپور د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په څلورمه عالي شورا ته وړاندې شو.

د افغانستان بانک ویاند زياتوي، د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ، عالي شورا د افغانستان بانک قانون، په ځانګړي ډول د شلمې مادې د درېيمې فقرې پر بنسټ پرېکړه کړې، يو شمېر لوړ پوري کارکوونکي چې پر فساد تورن دي، له دندو لری کړي او پاتې نورودخیلو کارکوونکوته دې تادیبي مویدات ومومي.

دی وايي، په مډرنه بانکدارۍ کې د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو په موخه، جدي اړتيا ليدل کېږي چې په لومړي ګام کې د دې ادارې له خوا د فساد پر وړاندې جدي کړنې ترسره وشي، د مرکزي بانګ مشرباته او عالي شورا به د هر ډول فساد پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي.

خو د مرکزي بانک دويم مرستيال محمد قسیم رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه بانک سرپرست اجمل احمدي دی په ناقانونه ډول له دندې ګوښه کړی دی.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي:"نن سهار چې کله د دفتر پر لور روان وم، اته بجې خبر شوم چې له دندې لرې شوی يې او وسله والو کسانو مې دفتر محاصره کړی او ما ته يې اجازه رانه کړه چې دننه ولاړ شم."

د افغانستان بانک لومړي مرستيال وحيدالله نوشېر له قسيم رحيمي ملاتړ کړی او ويلي یې دي چې دغه کار د قانون خلاف ترسره شوی دی.

نوموړي ويلي چې له ده هم وغوښتل شول چې د عالي شورا له ناستې بهر شي او دغه پرېکړه د ده په غياب کې نيول شوې ده.

login or register a new account.