لښکرګاه (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٩): د هلمند امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د ٢٣ طالبانو وژل کېدو او د يو شمېر نورو ټپي کېدو ادعا کوي خو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرشک او نادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د حکومتي سرتېرو په ځوابي ډزو او بريدونو کې ١٣ طالبان په ګرشک او پنځه نور په نادعلي ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د بهادرزي په وينا، په دې جګړو کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ده وويل چې په دې جګړو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو ١٨ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول لومړي څارن محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
دى وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
همدرد هم وايي چې د يادو عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى او دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن