کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې او د بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا په موخه نن د یوې مهمې غونډې کوربه توب کوي.
صدیقي نن د چنګاښ په ۱۶مه په يوه خبري ناسته کى وويل چې دغه غونډه به د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ په ارګ کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، دغه کنفرانس به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي چې په کې د پاکستان، چین او له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو په ګډون د شاوخوا شلو هېوادونو او سازمانونو استازي برخه اخلي.
صدیقي همدارنګه وویل، چې ددغې ناستې پایله به د یوې اعلامیه په خپرولو سره له خلکو سره شریکه شي.
هغه زیاته کړه چې حکومت تراوسه د طالبانو ۴۰۱۵ بندیان خوشې کړي، خو طالبانو شاوخوا اووه سوه حکومتي بندیان خوشې کړي چې یو شمېر ملکي وګړي هم په کې شته دي.
صدیقي وویل چې افغان حکومت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې اقدامات کړي او له طالبانو یې هم د ورته اقداماتو غوښتنه وکړه.
ده زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو په تړون کې د تاوتریخوالي کمولو یادونه شوې، خو طالبانو دا ژمنه نه ده عملي کړې.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سولې پروسې بندښت ټوله پړه پر طالبانو اچولې او زیاته کړې یې ده چې یادې ډلې نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هم درناوی نه دی کړی او د تاوتریخوالي په دوام یې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.
صدیقي له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت بندي سرتېري خوشې کړي.
هغه وویل چې د طالبانو شاوخوا ۵۹۷ بندیان چې جرمي دوسیې لري، نه خوشې کیږي او حکومت به له قانون سره سم عمل کوي.
د یادولو ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون کې طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دوی د پنځه زره بندیانو خوشي کول د شرط په توګه یاد کړي وو.
login or register a new account.