کابل (پژواک،۲۹چنګاښ۹۹): د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند په تیزین سیمه کې د یوه ماین چاودنې له امله دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سروبي ولسوال ګوهر الرحمن بابري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاخوا نهه نیمې بجې پر یوه تونس موټر وشوه.
هغه زیاته کړه، دغو کسانو غوښتل چې له احمد شاه بابا مینې څخه د سروبي تیزین کلي ولاړ شي، خو موټر یې پر سړک د ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو.
عنایت الله بابکرخېل وویل دوی د تیزین د جګړو څخه خبر نه و او د ملي اردو ځواکونو هم دوی ته سم معلومات نه و ورکړی او نه يې له تګ څخه منع کړي و. په دوی کې یو تن ترکمن و چې د مدیر سرورخان زوم و او د یادی سیمې لېدو ته روان و.
بابکرخېل وویل چې ملي اردو نه یوازې له دوی سره همرازي ونه کړه بلکې د دوی مړی يې ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال کړی و او له ډېرو واسطو وروسته جسدونه ورته تسلیم شو او دوی ناوخته خارور ته وسپارل.
د یادونې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د سروبي په جګدلک سيمه کې د ملکي کسانو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې وه چې له امله یې پنځه کسان ووژل شول او د ماشومانو په ګډون ۱۱ نور په کې ټپیان شول.