ترینکوټ (پژواک، ۱ زمری ۹۹) : په اروزګان ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوې ولسوالۍ امنیه قوماندان، د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان او د ملي اردو د ټولي قوماندان وژل شوي دي.
د اروزګان د والي ویاند زړګي عبادي د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن سهار لس بجې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان شوې.
هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې د خاص اروزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان داد ګل، د سیمه ییزو پولیسو قوماندان او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو د ټولي قوماندان وژل شوي دي.
سرچینې وویل چې دغه راز په چاودنه کې دوه پولیس او دوه د اردو سرتېرو هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.