ژبه

ولسمشر غني: د جګړې له اقتصاده نور باید د سولې اقتصاد ته ولاړ شو

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹): ولسمشر اشرف غني وایي، د اوس لپاره مهم لومړیتوب دا دی چې د جګړې له اقتصاده د سولې اقتصاد ته ولاړ شو چې جګړه او بېوزلي پای ته ورسېږي، څو په هېواد کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

 له ارګه د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر  اشرف غني دا څرګندونې نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له مسوول عبدالله الدرداري سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني نوموړي ته د افغانستان راتلونکي اقتصادي پلانونه، لیدلوری او هغه لومړیتوبونه چې محور یې د افغانستان د ملي برنامو ملاتړ جوړوي، تشریح کړل.

ولسمشر غني وویل، یو اېن ډي پي دې د حکومت د هغو مهمو او ملي پروګرامونو چې موخې یې له لوږې سره مبارزه او د افغانستان له پراختیا سره مرسته ده، ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې د سولې د تامین او اقتصادي ودې لامل شي.

هغه د دې په بیانولو سره چې افغانستان او نړیواله ټولنه په منسجم ډول خپلو موخو ته ورسېږي وړاندیز وکړ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول بنسټونه دې تر یو واحد چتر لاندې  راټول شي او کار وکړي.

ولسمشر د ملي دسترخوان او امنیتي میثاق په څېر د ملي پروګرامونو یادونه وکړه چې د خلکو په مشارکت او غوښتنه عملي کېږي.

خو باید وویل شي چې ولسي جرګې پرون د ملي دسترخوان برنامه رد کړې ده.

اشرف غني د اقتصادي ودې لپاره د شتمنۍ تولید په سیستماتیک کېدو د ټینګار ترڅنګ وویل: «د اوس لپاره مهم لومړیتوب همدا دی چې د جګړې له اقتصاده د سولې اقتصاد ته ولاړ شو ، جګړه او بېوزلي پای ته ورسېږي، څو په هېواد کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.»

ولسمشر یو اېن ډي پي ته وړاندیز وکړ چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره یو ځای کار وکړي او نوموړي ته یې د افغانستان د پنځو ښارونو د ستراتیژیک چوکاټ طرحې په تشریح کولو یادونه وکړه چې د دې طرحې هدف په اقتصادي راکړه ورکړه کې د ښارونو او کلیو شاملول دي.

نوموړي د دې کتنې په پای کې وویل: «پنځه کاله وړاندې د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله ۲۱ برابره وو، خو اوس د وارداتو کچه د صادراتو پر وړاندې ۷ برابره شوې ده او زموږ تمرکز پر دې دی چې د وارداتو او صادراتو بېلانس برابر شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا یو اېن ډي پي مسوول عبدالله الدرداري د ولسمشر د اقتصادي پروګرامونو او پلانونو ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په افغانستان کې د لوږې راکمولو او اقتصادي ودې لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.  

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دسترخوان د پروګرام په پرانیست غونډه کې ویلي وو چې د هېواد ۹۰ سلنه وګړي بېوزله دي او وروسته له دې نه شي کولای د افغانستان د پراختیا لپاره له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي او باید د هېواد له خپلو سرچینو استفاده وکړي.

login or register a new account.