هرات (پژواک، ۱ زمری ۹۹): د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي چې د افغان ځواکونوپه هوایي برید کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا نا تایید شوي راپورونه وایي چې په بمبار او هلته چاودنه کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وویل چې د ګذرې ولسوالۍ په خم زیارت سیمه کې یوه ډله وسله وال طالبان د بریدونو لپاره د پلانونو جوړولو په موخه راټول شوي وو.
هغه زیاته کړه چې دوی په هرات ښار کې د بریدونو لپاره پلان جوړول چې د هوایي بریدونو لاندې راغلي چې په ترڅ کې یې د هغوی مهم قوماندانان عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ذبیح الله اکبري، ملا محمد مشهور په ادریس او ملا عبدالحق مشهور په اسامه له ګڼ شمېر نورو طالبانو سره وژل شوي دي.
فرهاد وایي چې په همدې سیمه کې پر یو ملکي موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا، یو شمېر ټپیان نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې په دې هوایي برید کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره ارقام نه دي خپاره شوي.
خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دا بمبار پرهغو خلکو شوی چې له بګرام زندانه دیوه بندي د خلاصون په موخه راټول شوي وو.
ده ادعا کړې چې په دې بمبار کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن