ژبه

غزني کې د عامه ساتنې پر کنډک موټر بم برید شوی

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹) : په غزني ښار کې د پولیسو د عامه ساتنې پر کنډک موټر بم برید شوی او هلته جګړه پیل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د زمري په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا برید نن تر ماښام وروسته په شاوخوا اوه نیموبجو برید شوی دی.

هغه زیاته کړه چې برید ګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته د غزني ښار د روضې په سیمه کې د عامه ساتنې د کنډک قره ول سره چاودنه ورکړې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د برید د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل چې تر موټر بم بریده وروسته هلته جګړه پیل شوې ده.

د نوموړي په وینا، سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي او د نورو بریدګرو د له منځه وړلو هڅې یې پیل کړې دي.

دوالي ویاند وویل چې تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی و رکړل شوی.

ددې برید مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.

login or register a new account.