کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېرو دوو اوونيو کې ٤٥٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده موده کې طالبانو ١٢١ ملکي وګړي وژلي او ٣٣٦ نور يې ټپيان کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې طالبان په بې غورۍ سره د افغانستان خلکو او خپلو ژمنو پرضد عمل کوي چې ددې ډلې فعالیتونو له امله دهېواد د ۲۹ ولایتونو له ډلې تر ټولو زیات تلفات په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، د ولسي خلکو وژل او هدف ګرځول د ټولو انساني، ديني، اخلاقي او جنګي ارزښتونو خلاف عمل دی، هغه څه چې طالبان يې په دوامداره توګه ترسره کوي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې دا ډول ادعاوې رد کړې وې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP