Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني: افغانستان د شیعه او سني د یووالي بېلګه ده
کابل (پژواک ۹ وږی ۹۹): ولسمشر غني وايي د علماوو په ګډون د افغانستان ټول وګړي وجداني دنده لري چې کربلا تل په یاد ولري او هر ماشوم، ښځه او نارینه د دغې قضیې عمق درک کړي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د کابل ښار ددشت برچي په حسینیه بقیة الله کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې .
هغه وویل، د علمای کرامو په ګډون د افغانستان ټول وګړي وجداني دنده لرو چې کربلا تل په یاد ولرو او د افغانستان هر ماشوم، ښځه او نارینه د دغې قضیې عمق درک کړي.
ولسمشر زیاته کړه:” موږ باید د امام حسین (رض) درسونه درک او جذب او خپل یووالی خوندي او دولت او ملت اصلاح کړو. “
ده وويل افغانستان د نړۍ په کچه د شیعه او سني د یووالي بېلګه ده او هیڅ راز ګواښ او پلمه دغه پانګه له خطر سره نه شي مخ کولای.
هغه همداراز زياته کړه :”موږ ټول نن دلته د ملت د پیوستون احساس څرګندوو. په دې خاوره کې پیوستون، تعهد او اراده شتون لري او که دښمن هر ډول بربادي راولي، موږ یې بياځلې ابادوو او شاتګ نه کوو.”
اشرف غني وويل دا یېدنده ده چې راتلونکو نسلونو ته د تلپاتې سولې، ثبات او هوساینې شرایط برابر او په هغه واحد صف کې چې اساسي قانون یې ضمانت کړی قرار ولري، د یو بل منل او هر افغان له بل افغان سره د مساوات پر بنسټ ملي یووالی یېموخه ده.
نوموړي څرګنده کړه، لومړنۍ مسلمانې ښځې هغه بېلګې دي چې د افغانستان اتلې ښځې د هغوی پر پلونو، پلونه ږدي.
ولسمشر جمهوررئیس د عاشورا مراسمو په خاطر د خواخوږۍ څرګندولو پر مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د وروستیو طبیعي پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
ده همداراز د محرم لسېزې او عاشورا مراسمو د امنیت د تامین په برخه کې د ولسي عالي شورا له همکارۍ مننه وکړه او د امنیتي میثاق په اړه یې د خلکو همکاري وغوښته.
 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.