ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د “ناکامورا” څلورلارې جوړولو چارې پيل شوې

خوست کې د “ناکامورا” څلورلارې جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
1 Sep 2020 - 13:34
خوست کې د “ناکامورا” څلورلارې جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
1 Sep 2020 - 13:34

خوست ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): له اتو مياشتو ځنډ وروسته په خوست کې د جاپاني الاصله ډاکتر تيتسو ناکامورا په نوم د نومول شوې څلورلاري جوړولو چارې پيل شوې.

ډاکټر تيتسو ناکامورا د تېر زېږديز کال د ډسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې له خپلو پنځو افغان کارکوونکو سره يوځای په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د خوست والي محمد صديق پتمن د دې څلورلارې د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم ځای چې ياده څلورلاره په کې جوړېږي، د ملي دفاع وزارت پورې اړوند ده؛ نو ځکه يې چارې ځنډېدلې وې.

والي په خپلو خبرو زياته کړه، د دفاع وزارت ښاروالۍ ته په دغه ځای کې د کار اجازه نه ورکوله، خو د دوی په هلو ځلو سره دا موضوع حل شوه او اوس دا دی د ناکامورا څلورلارې د جوړېدو کار پيل شو.

ده زياته کړه، ناکامورا يو فکر او د کار کولو طرز دی او د جاپان له ملت نه مننه کوي چې داسې يو صادق بچی يې افغانستان ته راولېږه او د افغانانو لپاره يې کار وکړ.

د والي په وينا، ناکامورا او جاپانيانو ته د درناوي په اصل او د دوو ملتونو د ښو روابطو پر اساس دوی دا څلورلاری جوړوي.

په ورته مهال د خوست سرپرست ښاروال انجنير صديق الله پژواک ته وويل چې د دې څلورلارې پر جوړېدو څه د پاسه لس ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

نوموړي وويل چې د دې پروژې لګښت خپله د ښاروالۍ پر غاړه دی او چارې به يې په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تيتسو ناکامورا شاوخوا دوه لسيزې په افغانستان کې د کرنې او بيارغونې په برخو کې ډېر خيريه کارونه ترسره کړي او له وژل کېدو څو ورځې وړاندې ورته افغان ولسمشر د افغانستان تابعيت هم ورکړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.