ژبه

د هلمند په سيند کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې اته کسان مړه شوي

لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سيند کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د کجکي ولسوالۍ په اذان سيمه کې يوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده.

دى وايي چې په ياده پېښه کې دوه ښځې، درې ماشومان او درې ناينه مړه شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((اته کسان، يو موټر او درې موټر سايکلونه يې په کښتۍ کې بار کړي و، غوښتل يې له سيند نه پورې و وځي، خو کښتۍ يې په اوبو کې ډوبه شوې ده.))

دى وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او دوه تنه يې ژوندي راوتلي دي.

دا لومړى ځل نه دى چې په هلمند سيند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع