کابل (پژواک، ۱۵ وږى ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تور يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې ده .
له ياد وزارت څخه د وږي په ۱۵مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو نن په کابل کې ديوې ښځې په ګډون يوه شپږ کسيزه ډله نيولې ده.
سرچينه زياتوي چې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معين پاسوال محمد هاشم اورتاق وويل، له نشه توکو سره د مبارزې پوليسو د کابل په اتمه امنيتي حوزه کې د عملياتو په ترڅ کې هغه شپږ کسيزه ډله نيولې چې نشه يي توکي به يې پلورل او همدارنګه له دوى څخه ۳۰ زره نشه کوونکي ګولۍ (تابليت k) هم نیول شوې دي.
هغه زياته کړې، له يادې ډلې څخه ۷ سوه زره نغدې افغانۍ او يو موټر هم له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو لاس ته ورغلي دي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP