منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په کابل کې د نشه يي توکو دپلور په تور يوه شپږ کسيزه ډله ونيول شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ وږى ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې کابل کې د نشه يي توکو د  پلور په تور يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې ده .

له ياد وزارت څخه د وږي په ۱۵مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو نن په کابل کې ديوې ښځې په ګډون يوه شپږ کسيزه ډله نيولې ده.

سرچينه زياتوي چې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معين پاسوال محمد هاشم اورتاق وويل، له نشه توکو سره د مبارزې پوليسو د کابل په اتمه امنيتي حوزه کې د عملياتو په ترڅ کې  هغه شپږ کسيزه ډله نيولې چې نشه يي توکي به يې پلورل او همدارنګه له دوى څخه ۳۰ زره نشه کوونکي ګولۍ (تابليت k)  هم نیول شوې دي.

هغه زياته کړې، له يادې ډلې څخه ۷ سوه زره نغدې افغانۍ او يو موټر هم له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو لاس ته ورغلي دي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه