ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسيدونکي: ولسمشر له پکتياوالو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي

د پکتيا اوسيدونکي: ولسمشر له پکتياوالو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي

author avatar
7 Sep 2020 - 19:05
د پکتيا اوسيدونکي: ولسمشر له پکتياوالو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي
author avatar
7 Sep 2020 - 19:05

ګردېز (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): د پکتيا ولايت ګڼو قومي مشرانو او ځوانانو په يوه اعتراضيه غونډه کې نيوکه وکړه چې ولسمشر غني د ګردېز ښاري ماسټر پلان ترتيب او تطبيق سربېره د ځينو نورو پروژو پلې کولو ژمنې کړي، خو تر اوسه يې هېڅ يوه هم نه ده عملي کړې.

دوی وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکو د ولسمشر غني په دواړه کاري دورو کې له نوموړي ملاتړ کړی او رايه يې ورکړې، خو د تېرو شاوخوا درې کلونو پخوانيو ژمنو له ډلې يې هېڅ يوه نه ده عملي شوې.

قومي مشر حاجي محمد ګرديزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر اوسه ځينې لويې ستونزې پر ځای پاتي دي او هم د ډېرو پروژو د تطبيق لومړني کارونه هم نه دي پيل شوي.

ګردېزی وايي:((د پکتيا سړکونه دربدره دي، ترانزيټي لاره جوړه نه ده. پکتيا کې د ځينو لويو ادارو څانګې بايد پرانيستل شي او د ځينو هېوادونو د وېزو اخيستو اسانتياوې برابرې شي چې دا يو هم تر اوسه نه دي شوي.))

د ګردېز اړوند د بالاده سيمې اوسېدونکی عبدالمجيد رنجبر وايي په اقتصادي زون د پکتيا بدلولو ته کار، د ګردېز حلقوي سړک، د پکتيا صنعتي پارک، ګردېز ښاري ماسټر پلان، د ښار د ځينو داخلي سړکونو، ګردېز ــ زرمت او ګردېز ــ روحاني بابا سړکونو جوړول، د ګردېز لرغونی بالاحصار ترميم او د زون په کچه د ځينو خدماتو فعالول د ولسمشر محمداشرف غني مهمې ژمنې دي، خو په خبره يې د کابو درې کلونو په تېرېدو يې تر اوسه د هېڅ يوې کار نه دی پيل شوی.

رنجبر زياته کړه:((د ډېر شرم او خواشيني خبره ده چې ګردېز ښار تر اوسه ماسټر پلان نه لري، د ګردېز ښار د رغونې او پراختيا لپاره هېڅ نه دي شوي. تاسو باور وکړئ د ټولو ستونزو اصل بې روزګاري ده، دلته بايد صنعتي پارک او نورو باندې کار وشي، چې د خلکو ستونزې حل شي.))

مدني فعال عبدالله احسان وايي چې خلکو ولسمشر غني ته د پکتيا د آبادي او ستونزو د حل لپاره رايه ورکړې، خو په خبره يې دغه ولايت تر اوسه په ځينو برخو کې آن خپل لومړني حقونه هم نه دي ورکړل شوي.

 

احسان پژواک ته وويل: ((ولسمشر غني ډېرې وعدې وکړې، خو تر اوسه پورې يې يوه هم نه ده عملي کړې. پکتيا د دې هېواد يوه ډېره مهمه سيمه ده، بايد وعدې ور سره پوره شي.))

دوی له پکتيا ولايتي ادارې جدي غوښتنه کوي چې يادې ژمنې تعقيب او له ولسمشر سره شريکې کړي.

د پکتيا ولايتي اداره بيا وايي چې د يادو پروژو له ډلې يې د صنعتي پارک او ګردېز ــ زرمت سړک چارې روانې دي او د پاتې هغو د چارو د پيل هڅې يې هم روانې کړې دي.

د والي وياند عبدالرحمن منګل وويل: ((د صنعتي پارک د احاطې د دېوال چارې روانې دي او همداسې په ترتيب به يې کارونه مخ ته لاړ شي. د ښاري ماسټر پلان پر ځای په STF پلان کار روان دی، چې ډېر جامع پلان دی او له هغې سره به ښار واقعي ښاري بڼه خپله کړي. د ګردېز حلقوي سړک کار په تدارکاتو کې دی. د ګردېز ــ پټان د ترانزيټي سړک د بيا دقیقې ارزونې په خاطر پلاوی راځي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.