کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، تېر کال له بریتانیا څخه د ځینو هېوادونو د کډوالو، په ګډون د افغانانو، له دوو سلنې څخه کم ایستل شوي دي.
د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کډوال د افغنستان په ګډون د نړۍ له ۱۴ هېوادونو، پورې اړه لري.
د راپور له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ته له ۴۰ زرو څخه ډېرې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سپارل شوي، خو یوازې ۲۸۵ کسان ایستل شوي دي.
په راپور کې راغلي: «د هغو هېوادونو په منځ کې چې له هر ۵۰ غوښتونکو څخه لږ تر لږه یو کس ایستل شوی، افغانستان هم شامل دی.»
ټیلیګراف لیکي: «یوازې ۱۲۳ پناه غوښتونکي د دې هېواد څخه تېر کال له ۶۴۶۲ غوښتونکو څخه ایستل شوي، چې دا د ۱.۹ سلنې د بېرته ستنېدو کچه ښيي.»