ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د واده پر مراسمو چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

خوست کې د واده پر مراسمو چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
11 Sep 2020 - 09:15
خوست کې د واده پر مراسمو چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
11 Sep 2020 - 09:15

خوست (پژوک، ٢١ وږى ٩٩): په خوست کې د واده پر مراسمو د موټرسايکل بم چاودنه شوې چې په کې۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه تېره شپه لس نيمې بجې د دغه ولايت د مرکز اړوند د کونډيو په ستر کلي کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چاودنه د واده د هغو کډونوالو په منځ کې شوې چې د محلي سندرغاړو کنسرت ته راټول شوي وو.

ده وويل په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان ديچې ټول ملکي خلک دي.

د حيدر په وينا، دغه واده د‌ ملي اردو د يوه چارواکي و چې هغوی ته په کې زيان نه دی رسېدلی.

بل پلو د خوست د ملکي روغتون ريیس ډاکتر سيدانور پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

ځينو نورو سرچينو بيا په دې پېښه کې د ١٥ ټپيانو خبر ورکړى دى.

د پېښې مسووليت تردې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.