Language

چارواکي: غزني کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩) د غزني چارواکي وايې چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.

د غزني ولایت ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، لسګونو وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د غزني قره باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ په سیمه کې د پولیسو او اردو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

جمعه زاده وايي، په سيمه کې د نښتو پر مهال هوايي بريدونه هم ترسره شول چې په ترڅ کې يې ۲۷ طالبان چې یو شمېر پاکستانيان دي، وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د ګڼ شمېر وژل شوو کسانو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

د قره باغ ولسوالۍ د عسکر کوټ سیمې یو اوسېدونکی عبدالله وايي، بېګا شپه په یاده سیمه کې سخته نښته تېره وشوه.

هغه وايي، د شپې په دوولسو بجو سخت جنګ و، د طالبانو شمېر بېخي زیات و، وروسته هوايي برید وشو او جنګ د سهار خواته ودرېد.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم یاده نښته مني او وايي چې په دې نښته کې یو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي، خو شمېر يې په ډاګه نه کړ.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.