ژبه

ولسمشر غني باميان ولايت ته تللى

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار باميان ولايت ته تللى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د وږي په ٣٠مه ويلي چې ولسمشر اشرف غني به هلته يوه مهمه امنيتي غونډه کې هم ګډون وکړي چې په کې به د ولسمشر دواړه مرستيالان او نور چارواکي هم ګډون ولري.

هغه زياته کړه چې دغه راز ولسمشر به د دغه ولايت له مشرانو سره د ليدنو کتنو ترڅنګ د يکاولنګ دره صوف سړک چارې له نږدې وګوري.

د ولسمشر وياند وويل چې دغه راز ولسمشر به د باميان ولايت تاريخي سيمي هم وویني.

login or register a new account.

ورته موضوع