کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): چين ، په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د ۵۵۰ میلیونو په ارزښت د څه باندې پنځه زره ټنه خوراکي توکو مرسته کوي.
د یادې مرستې تفاهم لیک،نن د وږي په ٣٠مه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاءالدین جيلاني او په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت د سفیر، وانګ یو ترمنځ لاسلیک شو چي له مخې به يې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره ۵۲۶۶ ټنه مرسته کېږي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، غلام بهاءالدین جیلاني ددغه تړون د لاسلیک مراسمو پر مهال وویل،د یادې مرستې ۱۲۸۴ ټنه برخه غنم او ۳۹۸۲ ټنه يې چینایي وريجې جوړوي او ټولیز ارزښت یې ۵۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
ده زیاته کړه، د چین د ولسي جمهوریت تازه مرستې، چې د لېږد بهیر يې له چین څخه افغانستان ته پیل شوی، دلته له رسېدلو رسم به ټول هېواد ته ولېږل شي او په شفاف ډول به د طبیعي پېښو پر زیانمنو ووېشل شي.
په ورته وخت کې د چین ولسي جمهوریت سفیر وویل، چې هېواد یې له ۲۰۱۸ کال راهيسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمنو سره د مرستو په چوکاټ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي او لومړنیو توکو مرسته کړې ده.
همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د چین ولسي جمهوریت د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت له افغانستان سره؛ د طبي وسایلو او د کرونا ویروس د تشخیصیه کېټونو مرسته هم کړې ده.
د اقلیمي بدلونونو له امله، په وروستیو کې د افغانستان ۱۵ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتو شاهدان وو؛ چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه هم واړول.
login or register a new account.