Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده کړو وزارت: د لغوه شوو پوهنتونونو محصلين تبديليږي

کابل (پژواک،۶ تله ۹۹): په کابل کې ديوه خصوصي پوهنتون لسګونه محصلين ادعا کوي چې لوړو زده کړو وزارت ددغه پوهنتون فعاليت لغوه کړى، خو محصلينو ته د تبديلۍ اجازه نه ورکوي، خو وزارت ددوى ادعا ردوي.

بلخواد شفاپوهنتون رييس وايي چې دوى د ارزونې ٤٠ نمرې اخيستې وې، خو د لوړو زده کړو وزارت ورسره زياتى کړي او نومرې يې کمې کړې دي.

د شفا خصوصي پوهنتون لسګونه محصلين چې نن د تلې په ۶مه د يوه لاريون په بڼه د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي وو، غوښتنه کوله چې وزارت دې دوى ته د تبديلۍ امر ورکړي چې د زده کړو دوام لپاره بل پوهنتون ته ولاړ شي او برخليک يې معلوم شي.

د فدا محمد همدرد په نوم يوتن محصل پژواک ته وويل، کله چې دوی په ياد پوهنتون کې داخله کوله نو د لوړو زده کړدو وزارت په سايټ کې دغه پوهنتون شتون درلود او جواز يې هم و.

خو وروسته يې جواز لغوه او ددوى برخليک هم نامعلوم شو.

هغه وايي، پخوا يې هم غوښتنې کړې دي، خو وزارت مثبت ځواب نه دى ورکړى، ځکه يې نن پر لاريون لاس پورې کړ.

يو بل محصل چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل : (( موږ څو ځله له وزارت سره ياده ستونزه شريکه کړې، خو وزارت موږ د پوهنتون د لغوه کېدو وايو او ستونزه راته نه حل کوي.))

د هغه په وينا، نه حکومت د دوی غوښتنو ته غوږ نيولی، نه وزارت او نه هم د ياد پوهنتون رييس . هر څوک ورته منفي ځواب ورکوي.

نوموړي ګواښ وکړ چې که ستونزې يې هوارې نه شي، نو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي وايي چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم يوه پلاوي د خصوصي طبي پوهنتونونو ارزونه وکړه.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل، په دې پلاوي کې چې د لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتيا وزارت استازي شامل وو، ټول خصوصي پوهنتونونه يې ورازول او په پايله کې يې د شفا په ګډون د شپږو پوهنتونونو چې ډېرې کمې نومرې يې اخيستې وې، جوازونه لغوه شول.

عبيدي وايي چې بيا په ١٣٩٧ لمريز کال کې د حکومت کابينې ددې پوهنتونونو لغوه کېدل تاييد کړل او د محصلينو د جذب حق يې ترې واخيست.

د نوموړي په وينا، دغو پوهنتونونو په دې وروستيو دوو کلونو کې دطرز العمل او دکابينې د پرېکړې خلاف يو ځل بيا د محصلينو پر جذبولو پيل کړى و.

خو هغه وايي، د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا په دې وروستيو کې پرېکړه وکړه چې د ټولو محصلينو ستونزې به هواروي، څوک چې فارغ شوي، اسناد ورکول کېږي او څوک چې زده کړې کوي، نورو نږدې پوهنتونونو ته ورته د تبديلۍ زمينه برابريږي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند وويل، په ټوله کې هيڅ ډول ستونزه ددوى په تبديلۍ کې نشته، څوک چې فارغ شوي، اسنادونه يې طي مراحل کېږي ، خو دغه پوهنتونونه د نويو محصلينو د جذب حق نه لري.

د شفا خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر ميرويس علمي وايي، محصلينو په دې موخه لاريون کړی وو چې له شفا پوهنتون سره د لوړو زده کړو د وزارت د بې عدالتي مخه ونيول شي.

دی زياتوي، په ۱۳۹۷ کال کې د پوهنتونونو ارزونه وشوه او ولسمشر د کابينې د پرېکړې پر بنسټ د هغو پوهنتونونو د لغوې حکم ورکړ چې نومرې يې تر څلوېښتو ټيټې وې.

هغه پژواک ته وويل د لوړو زده کړو وزارت د نومرو په شمېر کې غلطي کړه وه او د دوی نومره يې ۳۹.۲۶ ليکلې وه، خو کله چې دوی بېرته خپلې نومرې جمع کړې او د لوړو زده کړو وزارت هم کمېټه ورته وټاکله او هغې کمېټې هم دا ثابته کړه چې تفاوت د نومرو شته دی او بايد زياتې شي.

علمي وايي:" د لوړو زده کړو له وزارت د نومرو په جمع کولو کې کتمان کړي، خو اوس دا تېروتنه نه مني ، له موږ سره پوره پوره اسناد شته، که مو نومرې تر څلويښتو ټېټې وې د لغوې حکم راکړي او زه هم د کابينې حکم منم؛ خو که نومرې مې تر څلوېښتو لوړې وي نو بايد له ما سره داسې ستر ظلم او بې عدالتي ونه شي."

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.