غزنی ښار(پژواک، ۸ تله ۹۹): چارواکي وايي چې په غزني ښار کې د يوه وسله وال بريد په پایله کې د مقر ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان وژل شوى اوبل تن ټپي دى.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا پنځه نيمې بجې نذیرغورځنګ په يو وسله والو بريد کې ووژل شو او بل کس ټپي شو.
د راپورونو پربنسټ، نذیرغورځنګ پخوا د مقر ولسوالۍ امنیه قوماندان او د غزني ښار د درېیمې حوزې امر تېر شوی، خو په دې وروستیو کې یې د څلورمې حوزې امر په توګه مکتوب راوړی و، خو لا تراوسه نه و معرفي شوی.
تر دې دمه د ياد بريد مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP