Language

چارواکي: وسله والو د کندهار- اروزګان سړک ویجاړ کړی

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان د لویې لارې اړوند ډېره برخه د تراکټورونو په وسیله ویجاړه کړې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحيی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو دغه کار تېره ورځ د شاولیکوټ ولسوالۍ په اندلان سیمه کې کړی دی.

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو د سیمې له اوسېدونکو په زور تراکټورونه اخیستي او بیا یې د کندهار- اروزګان سړک ډېره برخه اړولې ده.

ده د وسله والو دغه کړنه څرګند جنایت وباله او ویې ویل، هغوی ان هغه بنسټونه او ځایونه هم ورانوي چې عام ولس ګټه ورڅخه اخلي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې وسله والو د هېواد په کچه زرګونه دغسې ټولګټي ځایونه وران کړي دي.

بل خوا د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د وسله والو طالبانو دغه کړنه سخته غندلې ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، وسله وال د پردیو په خوله د هېواد بنسټونه ورانوي او دوی پر دغسې ډلو رحم نه کوي.

په خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یاودنې ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې وسله والو د کندهار- اروزګان عمومي لاره بنده کړه او حکومت یې پر ځای فرعي لاره جوړه کړې چې تر اوسه تګ راتګ ته نه ده چمتو شوې.

د کندهار- اروزګان لاره تر شاولیکوټ ولسوالۍ پورې پخه ده خو د دې ولسوالۍ له وچ باختو بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ تر تناوچي سیمې ۳۸ کیلومتره سړک خام او په بد حالت کې دی.

بل خوا وسله والو تېره شپه په ارغستان او معروف ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ جګړې شوې دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو د ارغستان ولسوالۍ په جهانګیر مانده سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ چې د دواړو لورو تر منځ څو ساعته نښته روانه وه.

login or register a new account.