کندهار (پژواک، ١٦ تله ۹۹): د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي چې د دې ولایت او شاوخوا ولایتونو امنیتي وضعیت ته په کتو سږ کال ښايي لس زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي.
هغوی زیاتوي، په دې وروستیو میاشتو کې د کندهار له ناامنو ولسوالیو او له هلمند او ارزوګان ولایتونو څخه تازه سلګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو او کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.
ددې ولايت د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، روان وضعیت ته په کتو ښايي سږ کال په سوېلي حوزه کې د جګړو او ناامنیو له امله د داخلي بې ځایه کېدو کچه لوړه شي.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د کندهار تر څنګ په هلمند، اروزګان او یو شمېر نور ولایتونو کې امنیتي تهدیدات، جګړې او د ماین چاودنې ډېرې شوي چې خلک یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
ده وویل: ((تېر کال د کندهار د ناامنو ولسوالیو تر څنګ له هلمند، اروزګان، زابل، فراه، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو څخه ۴ زره کورنۍ کندهار ښار ته کډوالې شوې وې چې ډېرې دغه کورنۍ د ښار په ۹ او ۱۲ ناحیو کې مېشتې شوې دي.))
د ده په خبره، سږ کال چې د نورو کلونو په پرتله امنیتي تهدیدات ډېر شوي د داخلې بې ځایه کېدنې کچه هم ورسره لوړه شوې او د دوی اټکل دا دی چې د کال تر پایه به شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي.
ناياب وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کندهار له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ، له میوند ولسوالۍ څخه ۸۰۰ کورنۍ او د اروزګان له ګیزاب ولسوالۍ څخه لسګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو ژېړۍ او پنجوايي او کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي موسم په پیل کېدو دی او د دوی د ژوند د شرایطو په اړه ګڼې اندېښنې شته.
د کډوالو چارو رییس وايي، چې د تازه راستنو شوو داخلي کډوالو سروې یې پیل کړې څو د همکارو مرستندویه ادارو له خوا ورسره نغدي او غیر نغدي مرستې وشي.
د ده په خبره، دغه مرستې د کډوالو ستونزې نه شي حلولی خو غنیمت دی.
هغه زیاتوي، د کډوالو اصلي ستونزه د سر پناه نشتوالی دی چې ورڅخه کړېږي.
نایاب وویل، د کډوالو تازه بې ځایه کېدنه طبعاً په هر اړخیزه توګه د کندهار پر وضعیت اغېز لري، په داسې حال کې چې دغه ولایت له تېرو شلو کلونو راهیسې د زرګونو نورو دغسې کورنیو کوربه دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن