منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​” سږ کال ښايي په سوېلي حوزه کې لس زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شي”

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

کندهار (پژواک، ١٦ تله ۹۹): د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي چې د دې ولایت او شاوخوا ولایتونو امنیتي وضعیت ته په کتو سږ کال ښايي لس زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي.

هغوی زیاتوي، په دې وروستیو میاشتو کې د کندهار له ناامنو ولسوالیو او له هلمند او ارزوګان ولایتونو څخه تازه سلګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو او کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.

ددې ولايت د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، روان وضعیت ته په کتو ښايي سږ کال په سوېلي حوزه کې د جګړو او ناامنیو له امله د داخلي بې ځایه کېدو کچه لوړه شي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د کندهار تر څنګ په هلمند، اروزګان او یو شمېر نور ولایتونو کې امنیتي تهدیدات، جګړې او د ماین چاودنې ډېرې شوي چې خلک یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ده وویل: ((تېر کال د کندهار د ناامنو ولسوالیو تر څنګ له هلمند، اروزګان، زابل، فراه، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو څخه ۴ زره کورنۍ کندهار ښار ته کډوالې شوې وې چې ډېرې دغه کورنۍ د ښار په ۹ او ۱۲ ناحیو کې مېشتې شوې دي.))

د ده په خبره، سږ کال چې د نورو کلونو په پرتله امنیتي تهدیدات ډېر شوي د داخلې بې ځایه کېدنې کچه هم ورسره لوړه شوې او د دوی اټکل دا دی چې د کال تر پایه به شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي.

ناياب وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کندهار له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ، له میوند ولسوالۍ څخه ۸۰۰ کورنۍ او د اروزګان له ګیزاب ولسوالۍ څخه لسګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو ژېړۍ او پنجوايي او کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي موسم په پیل کېدو دی او د دوی د ژوند د شرایطو په اړه ګڼې اندېښنې شته.

د کډوالو چارو رییس وايي، چې د تازه راستنو شوو داخلي کډوالو سروې یې پیل کړې څو د همکارو مرستندویه ادارو له خوا ورسره نغدي او غیر نغدي مرستې وشي.

د ده په خبره، دغه مرستې د کډوالو ستونزې نه شي حلولی خو غنیمت دی.

هغه زیاتوي، د کډوالو اصلي ستونزه د سر پناه نشتوالی دی چې ورڅخه کړېږي.

نایاب وویل، د کډوالو تازه بې ځایه کېدنه طبعاً په هر اړخیزه توګه د کندهار پر وضعیت اغېز لري، په داسې حال کې چې دغه ولایت له تېرو شلو کلونو راهیسې د زرګونو نورو دغسې کورنیو کوربه دی.

دی وايي، هر ولایت ته د نفوسو په تناسب بودیجه ورکول کېږي او خلکو ته خدمات وړاندې کېږي، چې د کډوالو په راتګ سرچینې کمېږي، د شکایاتو کچه لوړېږي او ټولو خلکو ته په کافي اندازه د پوهنې، روغتیا او د ژوند په نورو برخو کې خدمات نه شي وړاندې کېدای.

ناياب زياتوي، که څه هم دولت له داخلي بې ځایه شوو کډوالو کورنیو سره نېغ په نېغه مرستې نه شي کولای خو له هغوی سره د نړیوالو موسساتو د مرستو په جلب او جذب کې همکاري کوي، همغږي رامنځ ته کوي، نظارت کوي او په حقوقي مسایلو کې له هغوی سره له نږدې کار کوي.

ده خبر ورکړ چې د یادو شوو موسسو په همکارۍ د ژمي په راتګ د شاوخوا ۱۸ زره کورنیو لپاره د مرستو چمتو کولو امکانات لري.

د کډوالو چارو رییس د راستنېدونکو کډوالو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې تېر کال له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې ۳۰۱۸ کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي چې ۱۸۰۰ کورنۍ په کندهار کې مېشتې شوي او پاتې خپلو ولایتونو ته ستنې شوې دي.

د ده په خبره، دا چې سږ کال د کرونا بحران له امله د ډېر وخت لپاره د سپین بولدک لار تړل شوې وه، یوازې ۳۸۷ کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي چې ۳۰۰ کورنۍ کندهار کې مېشتې شوي او پاتې نورو ولایتونو ته ستنې شوې دي.

ده وویل، له دغو کډوالو سره د کډوالو د نړیوال سازمان UNHCR له خوا مرستې شوې دي.

نوموړي د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په اړه وویل، دولت په دې ولایت کې د کډوالو لپاره د دوو ښارګوټو جوړولو پلان لري چې یو په پنجوايي او بل په دامان ولسوالۍ کې دی.

دی وايي، د پنجوايي ښارګوټی په ۱۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې ۴۱۱ جریبه ځمکه یې د سیمه ییزو زورواکو له خوا غصب شوې وه چې په دې وروستیو کې له غصبه خلاصه شوې او درېدلې چارې یې پيل شوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دامان د ښارګوټي ځمکه لا تر اوسه د ښارجوړونې د ریاست له خوا دوی ته نه ده سپارل شوې خو چارې یې روانې دي څو ساحه یې تثبیت او سروې یې تر سره شي.

د کندهار د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون یوه مسوول نعمت الله حسني پژواک ته وویل افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې داخلي بې ځایه کېدنه او کډوالي په کې ډېره ده.

نوموړی د کډوال عمده لاملونه روانه جګړه او په ځينو مواردو کې کورنۍ دښمنۍ، قومي تعصبات او نور هم رول لري.

دی وايي، له بده مرغه دولت نه دی توانېدلی کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي چې دا یوه لویه غمیزه ده.

د ده په خبره، تر ډېره بریده د کډوالو عمده ستونزه د سرپناه نشتوالی دی چې ورڅخه کړېږي.

کندهار ته راغلي کډوال وايي، په سخت وضعیت کې ژوند کوي او په سمه توګه مرستې نه ورته رسېږي.

له هلمند څخه راغلي کډوال محب الله پژواک ته وویل، کندهار ته له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو تر څنګ د هلمند زرګونو کورنیو پناه راوړې چې په جګړو او هوايي بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دلته هم له کړاوه ډک ژوند تېروي.

هغه زیاته کړه، د جګړو او ناامنیو له امله د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او کندهار ته راغلي چې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، کورونه مو د همدې دولت په بمباریو او د طالب په جګړو کې ویجاړ شوي، خو چارواکي د دې پر ځای چې مرسته راسره وکړي، توپیري چلند راسره کوي.

خو یو بل کډوال محمد نسیم چې له میوند ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلی، وايي بیا د دولت او مرستندویه ادارو له مرستو مننه کوي، خو وايي چې دغه مرستې یې درد نه دوا کوي او دوی غواړي چې په سیمو کې یې امن راشي او خپلو مېنو ته ستانه شي.

دی زیاتوي، کندهار ته راغلي کډوال د یوه وخت لپاره هم ډوډۍ او د څښاک اوبه نه لري، ډېر یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې په خېمو، خرابه کورونو کې اوسېږي ان له ناوسۍ په یوه کور کې درې او څلور کورنۍ ژوند کوي.

د ده په خبره، غم دا دی چې دې خلکو ته کار هم نه موندل کېږي، ځکه خو د حکومت او مرستندویه ادارو مرستې ته اړ دي.

د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په تخمیني توګه له ۷۰ تر ۸۵ زره کورنۍ د جګړو، ناامنیو او نورو ستونزو له امله کندهار ته راغلي او دلته مېشتې شوې دي.

دغه کورنۍ د هلمند او ارزوګان په ګډون د هېواد له اتلسو ولایتونو او د کندهار له ۱۰ ناامنو ولسوالیو څخه د جګړې او نورو ستونزو له امله کندهار ته پناه راوړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال