ژبه

د سولې جرګې لپاره زر بادپکې له خپل اصل نرخه شاوخوا ۴۴۰زره افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوې دي

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۹۹): د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره زر ګرځنده باد پکې له اصلي نرخه شاوخوا ۴۴۰زره افغانۍ په لوړه بیه او له داوطلبي پرته پېرل شوې دي چې اوس له یادو باد پکو شل ورکې دي او ۱۳۰ نورې د نسبتاً کمې بیې دي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو په تړاو د مشورې اخیستو لپاره د روان کال د زمري په ۱۷مه په کابل کې جوړه شوه او درې ورځې یې دوام درلود.

حکومت د یادې جرګې په مشوره څلور سوه طالب بندیان خوشي کړل او وروسته په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او ملي انکشاف د ملاتړ ادارې چې د یادې جرګې جوړولو چارې یې سمبالولې، د معلوماتو له مخې، د دې جرګې پر جوړولو تر ۱۷۳ ميلیونه افغانیو ډېر لګښت راغلی دی.

د هغه سند د کاپي له مخې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، یادې ادارې د سولې مشورتي جرګې جوړولو لپاره، په نورو برخو کې د پیسو پر لګولو سربېره، زر سیارې ځمکنۍ بادپکې د «مسیح مصور» له لوجستیکي شرکت سره د قرارداد له لارې پېرلې دي.

معلومات ښیي چې یوه پکه پر ۳۰۵۰ افغانیو پېرل شوې ده او د ټولو پکو مجموعي قیمت درې میلیونه او پنځوس زره افغانۍ شوی دی.

د پژواک خبري اژانس د خبري ډلې لیدنې څرګندوي چې له زرو پېرل شوو ریموټ لرونکو بادپکو، شل یې د لویې جرګې خېمې په زېرمتون کې نشته، دغه راز ۷۵۰ یې د «پاک فن» په نوم یوې پاکستانۍ کمپنۍ او ۱۳۰ نورې بیا د «رایل فن» پاکستانۍ کمپنۍ اړوند دي، رایل فن نسبت پاک فن پکو ته کمه بیه لري؛ خو دواړه ډوله پکې هره یوه په هماغه ۳۰۵۰ افغانیو پېرل شوې دي.

د بازار له نرخه په لوړه بیه پېرودل:

له یادو پکو هره یوه یې په ۳۰۵۰ افغانیو پېرل شوې ده؛ خو د کابل ښار د نادر پښتون واټ اړوند د “عثمان نوید” پلورنځي د قيمت له مخې چې د تلې په ۱۲مه یې پژواک ته ورکړی دی، د پاک فن کمپنۍ اړوند ریموټ لرونکې پکې بیه ۲۷۰۰ افغانۍ او د رایل فن کمپنۍ په همدې بڼه پکه په ۲۶۰۰ افغانۍ ده.

په همدې حال کې د سعدالحسن علي خېل شرکت چې وایي په افغانستان کې یې د پاک فن کمپنۍ بادپکو واردات انحصار کړي، د پاک فن کمپنۍ ریموټ لرونکې یوه پکه په ۲۵۵۰ افغانۍ پلوري.

دې ته په پام سره چې د یاد پلورنځي او شرکت له خوا د پاک فن کمپنۍ ساخت د پکو ورکړل شوې منځنۍ بیه ۲۶۲۵ افغانۍ کېږي او ۱۳زره افغانۍ هم د ۱۳۰ رایل فن پکو په بیه کې د ارزان والي له اړخه توپیر لري؛ کولای شو ووایو چې یادې په کې د بازار له نرخه شاوخوا ۴۳۸۰۰۰ افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوې دي.

په همدې حال کې یوه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ادعا کوي، د یوې په کې بیه په داسې حال کې ۳۰۵۰ افغانۍ ښودل شوې ده چې د سولې مشورتي جرګې لپاره هره بادپکه په ۳۱ امریکایي ډالره چې شاوخوا ۲۴۰۰ افغانۍ کېږي؛ له واردوونکي شرکت څخه پېرل شوې ده.

دغه راز پژواک ته د یوه رسېدلي غږیز کلیپ له مخې، یو سوداګر وایي چې د ولسمشرۍ پر یوه اداره یې ۱۰۰۰ ګرځنده بادپکې په «ښه بیه» پلورلې دي.

د مسیح مصور لوجستیکي شرکت اداري مدیر محمد مسيح پاینده له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې هغه مالیې ته په پام چې لوجستیکي شرکتونه یې حکومت ته ورکوي، بیې لوړې نه دي؛ ځکه د هغه په خبره، شرکتونه اړ دي چې د خپلو راکړو ورکړو ۱۴ سلنه مالیه حکومت ته ورکړي.

دغه راز هغه وایي د پکو بیه په داسې حال کې  ۳۰۵۰ افغانۍ وه چې بسته بندي او د لویې جرګې خېمې ته لېږد یې هم د مسېح مصور شرکت پر غاړه و او د اوس په پرتله هغه مهال د ګرمۍ له امله د پکو بیې هم لوړې وې.

هغه په ​​دې اړه معلومات ورنه کړل چې له کوم شرکته یې بادپکې پېرلې دي؛ خو هغه زیاته کړه چې دغه قرارداد یې له دې امله له دغه شرکت سره کړی چې ټیټه بیه یې وړاندې کړې وه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او حمایوي ادارې د مطبوعاتو مسوول حجت الله مجددي په دې اړه چې بادپکې د بازار له نرخه په لوړه بیه ولې پېرل شوې دي؟ وویل چې قراردادي شرکت د وخت کموالي له امله په بازار کې له بېلابېلو سرچینو څخه اخیستې او راټولې کړې دي؛ ځکه چې دغه پکې باید په یوه ورځ کې چمتو او پېرل شوې وای.

هغه زیاته کړه: «که موږ ډېر وخت درلودای، خامخا مو له یوه واردوونکي شرکت څخه غوښتل څو ۱۰۰۰ بادپکې یې هېواد ته واردې کړې وای، څو په بیه کې یې ټیټوالی راغلی وای؛ په ډاډ سره ویلای شم چې ډېره هڅه یې وکړه څو د ملت پیسې بېځایه مصرف نه شي.»

مجددي هم په ډاګه کړه چې د پرچون پېر بیه او له شرکته پېرنه توپیر لري؛ ځکه که چېرې له یوه شرکت سره تړون وشي، نو شرکت مکلف دی چې د هېواد له قانون سره سم مالیه ورکړي چې پر قيمتونو اغېزه کوي.

له داوطلبۍ پرته پېرنه:

مجدیدي په دې اړه چې یادې پکې ولې د داوطلبۍ له لارې نه دي پېرل شوې؟ وویل چې د وخت کموالي او تنګوالي، د هېواد مصالحو ته په کتو او د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د روان کال د زمري د ۱۴مې د ۱۱۰۶ ګڼې حکم له مخې، د اجناسو چمتو کول او تدارک، مشورتي او غیر مشورتي خدمتونه، ساختمان او د جرګې اړوند نور لګښوته د مصرفي بېلونو، اسنادو او جدولونو له مخې په نغدي توګه اجرا او حساب شوي او د دغه قرارداد بڼه “چوکاټي یا جدولي هوکړه لیک” دی.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې پلې کېدو د یوې سرچینې یا داوطلب له لارې ډېر وخت ته اړتیا درلوده، له همدې امله د جرګې پروژې د “چهارچوبي هوکړې” پر اساس ترسره شوې دي.

هغه وویل، اهمیت او لږ وخت ته په کتو، دغې ادارې نه شو کولای په ټولو مارکېټونو ګرځېدلې وای څو داسې یو شرکت چې ټیټ نرخ یې درلودای؛ پیدا کړي او پکې یې له هغه پېرلې وای.

د تدارکاتو په اداره کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وویل چې چهارچوبي تړون د د اشد ضرورت پر اساس دی، په کوم کې چې پروژه اعلان ته نه ځي، داوطلبي نه کېږي او یوازې له څو شرکتونو چې د هماغې اړتیا وړ پروژې په تړاو تجربه ولري، نرخ اخیستل کېږي او یو تړون رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه چې د تدارکاتو قانون او تدارکاتي طرزالعمل له مخې، دا طریقه ستونزه نه لري؛ ځکه چې دغه کار د اړتیا پر اساس ترسره کېږي.

خو هغه زیاته کړه چې په قانون کې پرانیستې داوطلبۍ ته لومړیتوب ورکول شوی او د پام وړ پروژې باید د پرانیستې داوطلبۍ له لارې ترسره شي.

هغه دغه راز وویل: «د اعطا امر له قانون سره سم صلاحیت لري، د قرارداد سپارلو بڼه وټاکي؛ خو هر مورد چې ټاکي، باید د ملي تدارکاتو ادارې ته د تدارکاتو بڼې له ټاکنې قناعت ورکړي او ښه دلیلونه وړاندې کړي.»

شل پکې نادرکه دي:

د لویې جرګې خېمې په زېرمتون کې له یادو پکو د پژواک د خبري ټېم څارنې ښیي چې په دغه زېرمتون کې ۹۸۰ پکې نشته.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او ملاتړ ادارې مطبوعاتي مسوول مجددي وایي چې شل پکې په پلتخنیک کې د جرګې د شپې مېلمنو په کوټو کې دي، تر اوسه نه دي راټولې شوې او زېرمتون ته نه دي انتقال شوې.

خو په لویه جرګه کې یوې مسوولې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ۲۰ بادپکې ورکې شوې دي او ښایي ځینو خلکو له ځان سره وړې وي.

یادې سرچینې په دې اړه چې ایا د لویې جرګې خېمې او د هغې اړوند خونو په تېر کې بادپکې درلودې که نه؟ وویل چې پخوا به د دې ډول جرګو ترسره کولو لپاره له کرایي پکو ګټه اخیستل کېده.

د ۱۳۰ پکو د نوعیت توپیر:

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې وښودل شي وویل چې قراردادي شرکت باید د پاک فن ساخت پکې پېرلې وای، خو په دغو پکو کې ۱۳۰ هغه یې د رایل فن کمپنۍ ساخت پکې دي.

خو مجددي په دې اړه وویل “دواړې [پاک فن او رایل فن] په قرارداد کې ذکر شوي او د دواړو کیفیت او نرخ یو شان دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د رایل فن پکو بیه د کابل په بازار کې د پاک فن پکو له بیې ۱۰۰ افغانۍ ټیټه ده.

د “عثمان نوید” پلورنځي له خوا د ورکړل شوې بیې له مخې چې د کابل ښار د نادر پښتون جاده کې موقعیت لري؛ د پاک فن کمپنۍ ساخت د یوې ریموټ لرونکې پکې بیه ۲۷۰۰ افغانۍ او یوه همدغه ډول د رایل فن کمپني ساخت پکه په ۲۶۰۰ افغانۍ ده.

مجددي په دې اړه وویل: “د اصولو له مخې، نه شو کولای د هېواد یا تولیدوونکې کمپنۍ نوم مشخص کړو، خو قراردادي شرکت په بازار کې د لاسرسي وړ دوه ډوله پکې له هغه کیفیت سره چې د معاینې پلاوي په لاسلیک مزین شوې دي، اکمال کړې دي.»

د مسيح مصور لوجستیکي شرکت اداري مدیر په دې اړه وویل چې دغه کار د لویې جرګې له تنظیموونکو سره په موافقه ترسره شوی؛ ځکه په یوه ورځ کې له یوه شرکته د زرو پکو راټولول ممکن نه وو.

یادې زر پکې استفاده شوې او که نه؟

د سولې مشورتي لویې جرګې ځیني ګډونوال وايي چې د جرګې له ۵۰ کاري کمېټو په هره کمېټه کې یوه یا دوې پکې او په خوړنځای کې هم له یو شمېر پکو ګټه اخیستل شوې او ښایي د کارول شوو ټولو پکو شمېر ۱۰۰۰ پایو ته ونه رسېږي؛ خو د پژواک خبري ټېم څارنه ښیي چې له ټولو زرو پکو، شاوخوا ۱۰۰ پکې لا هم په کارتنونو کې دي، ګټه نه ده ترې اخیستل شوې او له پاتې نورو یې ګټه اخیستل شوې وه.

مجددي وايي چې ۶۰۰ پکې د پلتخنیک پوهنتون د لیلیې د ۳۰۰ اتاقونو، د جرګې د مېلمنو او غړو او ۴۰۰ نورې پکې د کمېټو، د طعام خونو لپاره د خېمو او لویې جرګې د دارالانشان اداري دفترونو لپاره په پام کې نیول شوې وې چې له ډېری هغو یې ګټه اخیستل شوې او لږ شمېر هغه یې د ریزرف په ډول موجودې وې.