مزارشريف (پژواک، ۲۷ تله ۹۹): د بلخ د ښارجوړونې او اراضي رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ١٢٠زره ملکيتونو ته سندونه ورکول کېږي، خو دمګړۍ دوی شاوخوا لس زره ملکيتونو ته سندونه ورکوي.
په شمال زون کې د اراضۍ او ښارجوړونې رييس شېرشاه هوتک د تلې په ٢٧مه په دې اړه نیول شوو مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل چې د سندونو له وېش سره به د ډېرو خلکو ستونزې حل شي.
هغه وويل چې دغه سندونه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ متر مربع هغو ملکيتونو ته ورکول کېږي چې د استوګنې کورونه پرې جوړ شوي، خو سندونه نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((دا سندونه هغو ملکيتونو ته ورکول کېږي چې کورونه پرې جوړ شوي او ۱۵ کاله وخت هم پرې تېر شوی وي، د دغه سند په مقابل کې د کورونو خاوندان مکلف دي چې حکومت ته يوه اندازه ماليه هم ورکړي.
د بلخ د اراضي رييس په خپلو خبرو کې وويل چې په لومړي قدم کې لس زره کورونو ته د ملکيت سند ورکوي او ټولټال ۱۲۰زره کورونه په نظر کې نيول شوي چې قانوني او شرعي سند به ورکول کېږي.
د هغه په خبره، دغه سندونه به د شرعي قبالې معادل وي.
نوموړي دا هم وويل چې لومړی ملکيتونه سروې کېږي او له يوې شفافې پروسې له طی کولو وروسته يواځې هغو ملکيتونو ته سندونه ورکوي چې قانوني دعواوې ونلري.
بلخ کې د اراضۍ رياست چارواکي وايي چې دغه ولايت کې شاوخوا ۱۸۵ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۸۰زره جريبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
دوی زياتوي چې هڅې يې پيل کړې څو پاتې ځمکه هم د غاصبينو له منګولو وژغورل سي.
محمد علي د مزارشريف اوسېدونکی دی چې نن يې د بلخ له اراضي رياست څخه خپل کور لپاره د ملکيت سند ترلاسه کړ.
هغه وويل چې پخوا څو څو ځلې يو شمېر زورواکانو پرې دعوه کړې وه او غوښتل يې له ده څخه خپل ملکيت واخلي.
خو نوموړی خوښ دی چې بالاخره يې ستونزه حل شوه او د خپل کور لپاره يې د ملکيت سند واخيست.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن