کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): له بېځایه لګښتونو د مخنیوي او دغه کلتور ته د ودې ورکولو په هدف د ۵۱ ځوانانو د واده مراسم په ډله ییز ډول ترسره شول.
د واده دغه ډله ییز مراسم د واده کوونکو د سلګونو خپلوانو او ملګرو په ګډون په کابل کې ترسره شو.
د یادو مراسمو یوه همغږي کوونکي حمیدالله هاشمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډله ییز واده دغه مراسم د خیریه وروڼو لخوا چې نه غواړي نومونه یې په راپور کې یاد شي، د هغه ځوانانو سره د مرستې په موخه په کم لګښت جوړ شوي چې د ودونو د پیسو ورکولو توان نه لري، نوموړي د دغه مراسمو بله موخه د ډله ییزو ودونو کلتور ته وده ورکول وبلله.
هغه زیاته کړه چې دغه مراسم د هغو واده کوونکو لپاره جوړ شوي چې د پروان، کاپیسا، کابل، غزني او کندوز ولایتونو اوسېدونکي وي.
د هغه په وینا؛ د هرې جوړې لپاره د کور په ټولو ضروري وسایلو شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ لګېدلې دي.
هغه وویل چې د یادو کسانو د واده پر مراسمو له ۳،۵ میلیون افغانۍ ډېر لګښت راغلی دی.
د دغه ډله ییز واده یوې ناوې روبینا صدیقي پژواک ته وویل چې په ډله ییز واده کې یې د ګډون وړاندیز په خپله کورنۍ ته کړی دی؛ ځکه نه یې غوښتل په واده کې یې ډېرې پیسې مصرف شي.
دغه راز هغې له نورو ځوانانو وغوښتل چې د واده مراسم یې په لږ لګښت سره ترسره کړي او په کم لګښت د واده کولو کلتور ته وده ورکړي.
د دغه ډله ییز واده یوه زوم سفیر احمد چې له کابله یې په یادو مراسمو کې ګډون کړی و وویل، دوه کاله کېدل چې کوژده یې کړې وه او د اقتصادي ستونزو له امله یې د واده مراسم نشو ترسره کولای.
هغه د دغه ډول مراسمو ترسره کولو ته خوښي وښوده او له خلکو یې وغوښتل څو ډله ییزو ودونو ته دوام ورکړي.
د دغو مراسمو ترسره کوونکو تېر کال هم د ۲۳ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره کړي وو او ټاکل شوې په راتلونکي کې هم دغه ډول ډله ییز ودونه ترسره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP