ژبه

د ننګرهار د کانال رييس له چاودنې روغ وتلى، خو دوه ملکي وګړي ټپيان شوي

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٩) : د ننګرهار ولايت د کانال ادارې رييس له يوې چاودنې روغ وتلى، خو دوه تنه لاروي ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٤ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د پنځمې ناحيې اړونده سيمه کې د کانال د رييس عبدالقهار حيدري پر موټر  شوې ده.

هغه زياته کړې چې حيدري له چاودنې روغ وتلى، خو په سيمه کې دوه تنه لاروي ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خوږياڼى وايي، ټپيان روغتون ته وړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د دغې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

ورته موضوع