کابل (پژواک،۴ لړم ۹۹): د افغانستان يو شمېر ديني علماء وایي، د اسلامي شریعت له مخې د واک لپاره جګړه او وینه تویول حرام دي او د سولې مذاکراتي پلاوى دې د قران او سنتو په رڼا کې پرېکړه وکړي.
دغه څرګندونې نن د لویې جرګې په تالار کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د شاوخوا دوه زره دیني علمانو د سولې له مذاکراتو څخه د ملاتړ یوې غونډې ته وکړې.
دغې غونډې ته د کابل د عبدالرحمن جومات خطیب عبدالسلام عابد وویل، جګړې هېواد کې بې باوري رامنځته کړې، له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.
دی وایي:"نن د خیر غوښتنې لپاره راټول شوي یو ، ترڅو حکومت، طالبانو او نړۍ ته په دې اړه خپل پیغام ورسوو چې افغان ولس اسلامي حکومت غواړي او په یو ژبه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو غوښتنه کوي."
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي شریعت له مخې د واک او سلیقوي قضیې لپاره جګړه او وینه تویول حرام دي او سوله د ټولو لپاره فتحه ده.
د مولوي عابد په وینا، د افغانستان علماء د حکومت او طالبانو له مذاکراتي پلاوو غواړي چې د واک پر سر د شخړې په موخه د وژنو مخه ونیسي او پرېنږدي چې نوره وینه تویې شي.
غونډې ته دیني عالم حبیب الله حسام وویل، علماء د افغانستان خلکو په استازیتوب د جګړې پر دواړو خواوو غږ کوي چې جنګ بس کړي او د قران حرمت وساتي.
دی وایي:"حکومت او طالبان که پر الله او د قیامت په ورځې ايمان لري، نو د جګړې مخنیوي او ډز بندي لپاره دې په قران او سنت پرېکړه وکړي."
هغه زیاته کړه چې امریکا او نور هېوادونه افغانستان ته د خیر پیغام نه لري، بلکې د جګړې او نورو ستونزو رامنځته کېدو لامل شوي دي.
مولوي حسام زیاتوي، که د سولې مذاکراتي پلاوي وړتیا او خپلواکي نه لري، نو د افغانستان علماء چمتو دي چې د قراني نصوصو په رڼا کې د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي، ترڅو خلک د سولې هیلې ته ورسیږي.
دغه راز غونډې ته د فرمان الله نیازي په نوم بل دیني عالم هم وینا وکړه. ده وویل چې د جګړې ښکېل لوري دې خپلې شخصي ګټې یوې خواته کړي او پر افغانانو دې ورحمیږي.
هغه زياته کړه :"دواړه لوري د امریکا پرېکړې ته منتظر دي، خو دا په ثبوت رسېدلې چې هغوی د افغانستانو د خلکو یووالی نه غواړي."
هغه له ټولو علماوو وغوښتل چې د جګړې یوې ډلې ملاتړ هم ونه کړي او د منبرونو او جوماتونو له لارې باید د حق پیغام خلکو ته ورسوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن