ژبه

چارواکي: ننګرهار کې د داعش او طالبانو دوه مرستيال ولسوالان نيول شوي

جلال اباد (پژواک، ۴ لړم ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د بېلابېلو عملياتو پرمهال د داعش او وسله والو طالبانو نومول شوي مرستیال ولسوالان او یو تبلیغاتي مسوول ژوندي ونیول شول او شپږ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار، سپین غر، نازیانو او سره رود ولسوالیو کې د داعش ډلې نومول شوی مرستیال ولسوال او د وسله والو طالبانو ډلې نومول شوی مرستیال ولسوال او یو تن د تبلیغاتو مسوول ژوندي نیول شوي،همدا راز ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دی زياتوي، د سپین غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د داعش د نومول شوي ولسوال مرستیال قدرت الله، همدا راز په سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال امیرالله او د جلال اباد ښار اوومې ناحیې بګرامۍ سیمه کې د داعش ډلې تبلیغاتي مسوول ژوندي نیول شوي.

د والي وياند وايي، له نیول شویو کسانو سره وسلې، مهمات، تبلیغاتي کتابونه، مبایلونه او د انټرنیټ د وای فای روټرې هم تر لاسه شوي دي .

خوږياڼي وويل، د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځوابي برید په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، چې د دوو یې جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي او د دوی له لوري اېښودل شوی ماین هم له زیان پرته له منځه وړل شوی دی.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د سرحدي پوليسو پر يو رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې درې سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، نن تر غرمې وړاندې ۱۱ بجې او ۲۰ دقيقې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې سيمې د غونډ ۸۱ په نوم سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر يو رېنجر موټر چاودنه شوې ده.

دی وايي، په دې چاودنه کې درې سرحدي سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او سيمه د پوليسو تر کنټرول لاندې ده.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

تر همدې چاودنې څو ساعته وړاندې هم د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې د ننګرهار د کانال د رييس په موټر چاودنه شوې چې خپله رييس او ساتونکي يې روغ دي، خو دوه ملکي لارويان  ټپيان شوي دي .

login or register a new account.