کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۹): ولسي جرګې، د جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون ته دنده وسپارله چې افغانستان کې د پاکستان وېزو تر لاسه کولو په برخه کې د ستونزو د هواري لپاره د پاکستان سفارت له چارواکو سره ګډ کار وکړي.
افغانستان، په تېره بیا کابل او ننګرهار کې خلک د پاکستان وېزو د تر لاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د راپورونو له مخې هره ورځ زرګونه تنه وېزو ته اړتیا لري او د ګڼې ګوڼې له امله آن د شپې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ مخې ته په نوبت کې ولاړ وي.
د تېرې تلې میاشتې په دېرشمه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان وېزو ترلاسه کولو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ١٢ ښځې مړې شوې او د لسو ښځو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شول.
په دې وروستیو کې خلکو دوه ځله کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړ. اعتراض کوونکو ویل چې کمېشن کاران د وېزو په بدل کې له خلکو پيسې اخلي او هغه کسان ژر وېزه تر لاسه کولای شي چې کمیشنکارانو ته پیسې ورکړي.
د ولسي جرګې غړې وږمې ساپۍ نن د دغې جرګې په ناسته کې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې په دې برخه کې د شته فساد مخه ونیسي او د پاکستان وېزې د ترلاسه کولو په موخه کابل کې د پاکستان له سفارت او ننګرهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ سره په ګډه د ستونزې د حل لپاره يو ميکانیزم جوړ کړي.
هغې وويل:"د پاکستان د وېزو په ورکړه کې ستر فساد موجود دی، هلته قاچاقبران او مافیا لاس لري؛ که څوک پيسې ورکړي په يوه ورځ کې وېزه تر کوره وروړل کېږي، خو هغه بېچاره، مظلوم او ناروغ کسان چې پيسې نه لري د وېزو د ترلاسه کولو په موخه تر پښو لاندې کيږي."
د دې جرګې بل غړي نبي الله باز هم ننګرهار کې د وېزو اخیستو پر مهال په ګڼه ګوڼه کې د خلکو وژل وغندل او ویې ویل چې د دې ناورين اصلي لامل د ننګرهار سيمه ييز چارواکي دي؛ ځکه د هغه په وینا دوی په يوه ورځ تر ۷۰ زره کسان د وېزو اخیستو ته ورغوښتي وو.
دی وايي، اتيا سلنه افغانان د پاکستان وېزې د خپلې درملنې په موخه اخلي، نو اړينه ده چې سيمه ييز چارواکي یو مهالوېش ورته وټاکي، ترڅو د ټاکلې ولسوالۍ کسان په ټاکلې ورځ د وېزې د ترلاسه کولو په موخه ورشي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرزا محمد کټوازي چې د جرګې د نننۍ ناستې مشري یې کوله، د ولسي جرګې نړيوال کمېسیون ته دنده وسپارله چې په کابل کې د پاکستان له سفير سره وګوري او په ګډه دغې ستونزې ته حل لار ولټوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي چې د پاکستان د وېزو ستونزه به تر څېړنې وروسته هواره شي.
صالح وایي: "د پاکستان د سفارت مخې ته هغه کمېشنکاران چې له خلکو سره غير انساني چلند کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې، ډېر ژر به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي."
دا په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو لپاره د وېزې نوې پاليسي جوړه کړې چې له مخې يې اوس د شپږو مياشتو پر ځاى عامو خلکو او ناروغانو ته يو کلنه وېزه، محصلينو ته د ټولې تحصيلي دورې وېزه او سوداګرو ته پنځه کلنه وېزه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن