ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په زندان کې د نښتې له امله ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات په زندان کې د نښتې له امله ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Oct 2020 - 09:38
د هرات په زندان کې د نښتې له امله ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Oct 2020 - 09:38

تعقيبي-هرات ښار (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د هرات په مرکزي زندان کې د نښتې له امله اته کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د هرات په مرکزي زندان کې يوې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دغه زندان کې د پوليسو او زندانيانو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې دغه نښته وروسته تر هغه رامنځته شوه کله چې پوليسو د زندانيانو تجهيزات له منځه وړل.

سرچينه زياتوي چې پوليسو د زندانيانو د ارامولو په موخه هوايي ډزې وکړې چې له امله يې نښتې زور واخيسته.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې اته مړي او ١٢ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د هرات د زندان مدير او سيمه ييزو مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو بل لورته ابراهيم محمدي د هرات آمبولانس مسوول پژواک ته وويل چې له يادې پېښې لس ټپيان يې حوزوي روغتون ته انتقال کړي چې د درېو کسانو روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونې يو زنداني د هرات په زندان کې ځان زندۍ کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.