کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون، ۱۰۶ تدارکاتي موارد منظور کړل.
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس الهام عمر هوتکي غونډې ته، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د احکامو د تطبیق او اطلاع رسولو په چارو کې د غوره ادارې په توګه د ملي تدارکاتو ادارې، په عامه قراردادونو کې د ذینفع مالکیت نافذولو لپاره د متحدالمال راټولولو او نشرولو او له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د ګډو همکاریو د هوکړه لیک د تړون په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدا راز د لوی څارنوالۍ له لوري د ملي تدارکاتو ادارې د اقداماتو د ستایلو او امنیتي سکتور د تدارکاتو اصلاحي طرحې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق د پرمختګ څرنګوالی غونډې ته وړاندې کړ چې د کمېسیون رئیس او غړو یې هرکلی وکړ.
وروسته غونډې د اجنډا مطابق د زېربنایي، اعاشوي او خدماتي پروژو او د امنیتي خدمتونو په اړه د لارښوونې غوښتنه، د هوایي ډګر دننه د ځمکني لېږد رالېږد خدمتونو (Ground Handling) او د ملکي هوایي چلند ادارې اړوند د هیواد په بین المللي هوایي ډګرونو کې د ټکنالوژۍ او خدمتونو د لېږد سیستم په ګډون، ۱۰۶ تدارکاتي موارد له بحث او ارزونو وروسته منظور کړل.
په همدې ترتیب، ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴۷ مواردو په اړه د لارښوونو غوښتنو، یادښتونو، وړاندیزونو او تدراکاتي موضوعاتو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول او په هکله یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سربېره پر دې د بنسټونو د پروژو د درخواست د منظورۍ ۱۶ غوښتنې ملي تدارکاتو کمېسیون وارزولې او په اړه یې تصمیمونه ونیول شول.
په غونډه کې ټینګار وشو له خصوصي سکتور او متشبثینو څخه د دولت خریداري د پانګونې د پیاوړتیا لامل ګرځي، بنا بنسټونه مکلف دي چې تل د داخلي تولیداتو او خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.
همدا راز د اجنډا مطابق په دغه غونډه کې د کمېسیون غړو د کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر ۱۹ راپورونو هم بحث وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن