ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله  والو طالبانو داروزګان د دهراوود  والسوالۍ بازار نیولی

وسله والو طالبانو داروزګان د دهراوود والسوالۍ بازار نیولی

author avatar
29 Oct 2020 - 20:48
وسله  والو طالبانو داروزګان د دهراوود  والسوالۍ بازار نیولی
author avatar
29 Oct 2020 - 20:48

ترینکوټ (پژواک، ۸ لړم ۹۹) : د اروزګان ولایت امنیتي سرچینې وایي چې وسله والو طالبانو د  دهراوود ولسوالۍ بازار نیولی او جګړه د ولسوالۍ مقام ته نږدې روانه ده.

یوې باوري امنیتي سرچینې د لړم په ۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې وسله  والو طالبانو نن تر غرمې وروسته د ولسوالۍ بازار نیولی دی.

سرچینې زیاته کړه، امنیتې مسوولین د ملي اردو کنډک ته تللي او دامهال جګړه د ولسوالۍ پر مقام ده.

د سرچینې په وینا، ولسوالۍ کي یوشمېر پوځیان د طالبانو سره په جګړه بوخت دي چې ممکن ولسوالي هم ونیسي.

د ولسوالي له بازاره څخه خپاره شويو عکسونو کي ښودل کیږي چې د ولسوالۍ بازار په مکمل توګه خالي شوی او د طالبانو شتون له ورایه پکې ښکاري.

د ولایتي شورا مرستیال محمد ظاهر نادري دهراوود کي امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي.

د هغه په  وینا، هلته روان نښتو کي د تیرو لسو ورځو راهیسې ګڼ شمیر سرتیری هم وژل شوي.

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې ددې ولایت د لویو امنیتي  مسوولینووسه نه رسیږي چې وضعیت کنټرول کړيږ

هغه زیاته کړ، که چیرې ژر تر ژره تر نن شپې پورې ورته مرسته ونه رسیږي، نو ولسوالي به یې سقوط وکړي.

کریمي وایي، له تیرې یوې میاشتې راهیسې یې ولسوالي کلا بنده ده، وسله وال مخالفین مجهز دي، بهرني وسله وال هم ورسره دي، هره شپه او ورځ یې وسله وال بدلیږي او تازه دمي وسله وال یې راځي .

خو په ولسوالۍ کې یو شمیر سرتیري له میاشتو میاشتو راهیسې پراته دي او ۲۴ ساعته په جګړو بوخت دي، او هیڅ امکانات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.